ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د حصارک پر ولسوالۍ وسلوال بريد شوى

6 Aug 2012 - 11:24
6 Aug 2012 - 11:24

جلال اباد (پژواک ١٦ زمرى ٩١): د ننګرهار د حصارک ولسوال وايي، چې وسلوالو مخالفينو له څلورو خواوو پر ياده ولسوالۍ بريد پيل کړى او په سيمه کې سخته جګړه روانه ده.

ولسوال عبدالخالق معروف د زمري په ١٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه بريد نن سهار شاوخوا لس بجې له همايون خېلو، لېوني قبر او د داوود کلا له سيمو پيل شوى دى.

هغه زياته کړه، چې امنيتي ځواکونه د وسلوالو مخالفينو کلک مقاومت کوي.

ولسوال وويل، چې سيمې ته د ملي اردو او عامه نظم پوليسو تازه سرتېري ور رسېدلي او هيله يې څرګنده کړه، چې د مخالفينو بريد به پر شا وتمبوي.

معروف وايي، چې تر اوسه ښکېلو خواوو ته د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه معلومات نه لري.

د حصارک ولسوالۍ د پرمختيايي شورا مشر ډاکټر نعيم ولاړ د دغو بريدونو د پخلي ترڅنګ پر ولايتي ادارې نيوکه وکړه، چې يواځې د ولسوالۍ د ودانۍ ساتنه کوي او په دوه کيلومتره لرې ساحو کې يې واک نشته.

هغه زياته کړې، چې تېره اونۍ هم وسلوالو مخالفينو پر ياده ولسوالۍ بريد کړى و او ګڼه مرګ ژوبله رامنځته شوه.، چې د ګڼې مرګ ژوبلې وروسته جنګ پاى ته ورسېده.

نوموړى وايي، چې دولت بايد په دې ولسوالۍ کې د وسلوالو مخالفينو د ځپلو په موخه غوڅه پرېکړه او عمليات ترسره کړي.

د والي وياند احمدضياء عبدالزي پژواک ته وويل، چې پر حصارک ولسوالۍ د تېرې اونۍ له بريده وروسته د والي ګل اغا شېرزي په مشرۍ امنيتي غونډه وشوه.

هغه زياته کړه، چې والي سيمې ته د تازه ځواکونو د لېږلو ترڅنګ امنيتي چارواکو ته سپارښتنه وکړه، چې د حصارک د امنيت په موخه پلانونه جوړ او د عملي کولو په موخه يې ولايت  مقام ته وسپاري.

نوموړي وويل، چې حصارک لرې پرته ولسوالۍ ده او ولايتي اداره الوتکې په لاس کې نه لري چې هلته ژر اکمالات وکړي.

وسلوالو طالبانو تر اوسه د دې تازه پېښې په اړه څه نه دي ويلي.

د يادونې ده، چې پر دې ولسوالۍ د تېرې اوونۍ په بريد کې ولسوال ټپي او درې ساتونکي يې وژل شوي وو.

حصارک د ننګرهار په لوېديځ کې لرې پرته ولسوالۍ ده، چې د کابل له خاکجبار ولسوالۍ سره ګډه پوله لري.

Views: 9

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version