ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په افغانستان کې د امريکا د سلګونه ميليونو ډالرو د ضايع کېدو وېره ده

31 Jul 2012 - 11:47
31 Jul 2012 - 11:47

 واشنګټن (پژواک ١٠ زمرى ٩١): د امريکا کانګرېس ته په يوه وړاندې شوي راپور کې ويل شوي، چې په افغانستان کې به ځينې بنسټيزې پروژې تر ټاکلې نېټې بشپړې نه شي او د امريکا د سلګونه ميليونه ډالرو د ضايع کېدو وېره ده.

د امريکا کانګرېس ته دغه راپور پرون د دغه هېواد د ځانګړي عمومي څارونکي (انسپکټر جنرل) جان سوپکو له خوا وړاندې شوى دى.

په راپور کې راغلي، چې په ٢٠١١ زېږديز کال کې، په افغانستان کې د يو شمېر بنسټيزو پروژو لپاره ميليونونه ډالر ځانګړي شوي، خو د ناسمو پلانونو له امله ګومان نه کېږي، چې دغه پروژې تر ټاکلې نېټې پورې بشپړې شي.

کانګرېس ته په وړاندې شوي راپور کې راغلي، چې که دغه پروژې تر ټاکلې نېټې بشپړې نه شي، نو وېره ده چې سلګونه ميليونه امريکايي ډالر، چې د خلکو له ماليې څخه راټولې شوې، ضايع شي.

په راپور کې ويل شوي، چې د يادو بنسټيزو پروژو لپاره جوړ شوي پلانونه او د عملي کولو لارې چارې يې ډېرې کمزورې وې.

جان سوپکو په دغه راپور کې ويلي، چې د يو شمېر بنسټيزو پروژو چارې دومره ټکنۍ روانې دي، چې فکر نه کېږي، له افغانستان څخه په ٢٠١٤ زېږديز کال کې د امريکايي ځواکونو تر وتلو پورې هم بشپړې شي.

په دغه ربع وار راپور کې کښل شوي، چې په ٢٠١١ زېږديز کال کې د بنسټيزو پروژو لپاره شاوخوا څلور سوه ميليونه امريکايي ډالر ځانګړ شوي وو، خو اوس يې د ضايع کېدو وېره ده.

خو په دغه راپور کې د بنسټيزو پروژو يادونه نه ده شوې.

په راپور کې د امريکايي ځواکونو له خوا دا منل شوې، چې قرارداديانو ته د ورکړل شوو ودانيزو پروژو کيفيت ډېر خراب و او د ميليونونو ډالرو په لګښت د پوليسو لپاره جوړې شوې ودانۍ د استوګنې وړ نه دي.

کانګرېس ته په وړاندې شوي راپور کې دا هم راغلي، چې د پوليسو لپاره په ځينو جوړو شوو ودانيو کې د اوبو اسانتيا هم نه ده برابره شوې.

د امريکا عمومي څارونکي جان سوپکو په دغه راپور کې وړانديز کړى، چې که څوک کار وکړي، نو دغه پروژې اوس هم د کار وړ کېداى شي، خو زياته کړې يې ده، چې بايد په دې برخه کې ژر تر ژره عملي ګامونه پورته شي.

هغه دا هم ويلي، امريکا چې د افغانستان د بيارغونې لپاره څومره پيسې ورکړې، تر اوسه يې هېڅ هېواد ته نه دې ورکړې.

جان سوپکو دغه راز ويلي، چې د افغانستان د بيارغونې لپاره په ورکول کېدونکو پيسو باندې دې ژور نظر واچول شي، څو د امريکا د ولس پيسې بېځايه ولاړې نه شي.

د يادونې ده، چې د افغانستان د بنسټيزو پروژو لپاره فنډ د امريکا د دفاع او د بهرنيو چارو وزارت او د امريکا د نړيوالې پرمختيايي ادارې (USAID) له خوا په ګډه ورکول کېږي. 

Views: 4

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version