ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د اندړو له ولسي پاڅون سره په نښته او هوايي بريد کې ١١ طالبان ووژل شول

1 Aug 2012 - 13:27
1 Aug 2012 - 13:27

غزني ښار (پژواک ۱۱ زمری ۹۱): په غزني کې د بهرنيو ځواکونو په هوايي بريد او د ولسي پاڅون له لوري ۱۱ وسلوال طالبان وژل شوي او د ولسي پاڅون يو کس ټپي دى.

د غزني د والي وياند سباوون د زمري په ١١مه پژواک اژانس ته وويل، چې تېره شپه ناوخته بهرنيو ځواکونو د غزني د اندړو ولسوالۍ د شېرکلا په سيمه کې پر وسلوالو طالبانو هوايي بريدکړى او  له امله يې پنځه طالبان وژل شوي دي.

د هغه په وينا، په دغو وسلوالو طالبانو هغه مهال بهرنيو ځواکونو هوايي بريد وکړ، کله چې په يوه کور کې د يادو طالبانو د راټولېدو په اړه يې کره معلومات ترلاسه کړل.

نوموړي په دې اړه نور معلومات نه درلودل.

د سيمې خلک وايي، چې بهرنيو ځواکونو د اندړو په خانۍ او دلبر سيمو کې هم هوايي بريدونه کړي دي.

د سيمې يوه اوسېدونکي سيف الرحمن پژواک اژانس ته وويل، چې تېره شپه د دوى سيمې ته نږدې د خانۍ او دلبر د سيمو ترمنځ درنه بمباري وشوه، خو د زيانونو په اړه يې معلومات نه درلودل.

د هغه په وينا، د دې ولسوالۍ په ګبرو کلي کې هم بهرنيو ځواکونو پر وسلوالو طالبانو ډزې کړې، خو هغوى په تېښته بريالي شوي، خو په سيمه کې ترې وسلې او موټر سايکلونه پاتې دي.

د يو بل خبر له مخې، تېره شپه د غزني په اندړو ولسوالۍ کې د ولسي پاڅون او وسلوالو طالبانو ترمنځ سخته نښته رامنځ ته شوه.

د والي وياند پژواک اژانس ته وويل، چې دغه نښته د اندړو ولسوالۍ د پاينده محمد په سيمه کې رامنځ ته شوې ده.

د نوموړي په خبره، نښتې نږدې دوه ساعته دوام وکړ، چې په ترڅ کې يې د ادريس په نوم يو طالب قوماندان او د هغه شپږ وسلوال ووژل شول او د پاڅون يو کس ټپي شو.

نوموړي زياته کړه، چې له طالبانو څخه په سيمه کې يوه اندازه وسلې هم پاتې شوې دي.

د ولسي پاڅون يو غړى نصرت الله هم ومنله، چې د دوى او وسلوالو طالبانو ترمنځ تېره ورځ نښته رامنځ ته شوې وه او په کې دواړو خواوو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

وسلوالو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

Views: 7

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version