غزني ښار (پژواک ۲ کب ۹۱): امنيتي چارواکي وايي، چې د غزني په اندړو ولسوالۍ کې د بهرنيو ځواکونو په هوايي بريد کې د يوه ځانمرګي په ګډون پنځه وسلوال طالبان وژل شوي دي.
د اندړو ولسوال محمدقاسم ديسي وال د کب په ٢مه پژواک اژانس ته وويل، چې نن سهار د دې ولسوالۍ د بندي په سيمه کې هغه مهال په هوايي بريد کې د ځانمرګي په ګډون پنځه وسلوال ووژل شول او يو ملکي کس ټپي شو، چې غوښتل يې دغه ځانمرګى په کرولا موټر کې کوم ځاى ته ورسوي.
د هغه په وينا، خو مخکې له دې، چې دوى خپلې موخې ته ورسېږي، د بهرنيو ځواکونو تر هوايي بريد لاندې راغلل.
نوموړي زياته کړه: ((ټپي کس د کرولا موټر چلوونکى و، چې وسلوالو طالبانو په کرايه نيولى و او غوښتل يې، چې د ولسوالۍ مرکز او يا د غزني ښار ته ولاړ شي.))
د ولسوال په خبره، څلور نور وسلوال طالبان هم په وسلو سمبال وو او د بريد نيت يې درلود.
د سيمې اوسېدونکي هم وايي، چې بهرنيو ځواکونو د بندي په سيمه کې پر کرولا موټر هوايي بريد وکړ.
د بندي سيمې اوسېدونکي لطف الله پژواک اژانس ته وويل، چې په دغه بريد کې د چلوونکي په ګډون شپږ تنه وژل شوي دي.
وسلوالو طالبانو په دې اړه تر اوسه څه نه دي ويلي.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن