ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

صلاح الدين رباني به پاکستان ته په سفر کې د ګډ کمېسيون پر بيا فعالولو خبرې وکړي

1 Aug 2012 - 13:41
1 Aug 2012 - 13:41

اسلام اباد (پژواک ١١ زمرى ٩١): پاکستان ته د سولې د عالي شورا د مشر د سفر پر مهال به له وسلوالو طالبانو سره د خبرو اترو په موخه د ګډ کمېسيون پر بيا فعالولو خبرې وشي.

په اسلام اباد کې د افغانستان د سفارت مطبوعاتي مسوول زردشت شمس د زمري په ١١مه پژواک خبري اژانس ته وويل، ټاکل شوې د سولې د عالي شورا مشر صلاح الدين ربانې د اګست د مياشتې په وروستۍ لسيزه کې اسلام اباد ته سفر وکړي.

هغه زياته کړه، چې تېره مياشت کابل ته د پاکستان د لومړي وزير راجا پروېز اشرف د سفر پر مهال په دې اړه خبرې شوې وې. د شمس په وينا، تېره اونۍ د افغانستان سفير محمدعمر داوودزي د پاکستان د بهرنيو چارو له وزيرې حنا رباني کهر سره هم د صلاح الدين رباني د سفر په اړه خبرې کړې دي.

نوموړى وايي، صلاح الدين رباني به اسلام اباد ته د سفر پر مهال له ځايي ملکي او پوځي لوړ پوړو پاکستاني چارواکو سره خبرې وکړي. په اسلام اباد کې د افغانستان د سفارت دغه چارواکي وويل، چې رباني به له پاکستاني چارواکو سره د دواړو هېوادونو د ګډ کمېسيون پر جوړولو خبرې وکړي.

د دغه کمېسيون د جوړولو پرېکړه تېر کال د سولې د عالي شورا د پخواني مشر د استاد برهان الدين رباني اسلام اباد ته د سفر پر مهال شوې وه، خو د هغه تر وژل کېدو وروسته دغه کار ځنډېدلى و.

استاد برهان الدين رباني تېر کال د وږي په ٢٩مه په کابل کې په يوه ځانمرګي بريد کې ووژل شو. د سولې د عالي شورا غړي اسماعيل قاسميار تاييد کړه، چې ټاکل شوې صلاح الدين رباني په نږدې راتلونکي کې د يوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ، چې د دې شورا غړي په کې شامل دي، پاکستان ته سفر وکړي.

نوموړي په داسې حال کې، چې د دغه سفر وخت يې ونه ښود، هيله وښوده، چې دغه پلاوى به له يوې هر اړخيزې کاري اجنډا سره په دغه سفر ولاړ شي.

قاسميار ومنله، چې ياد پلاوى به د هغه عالي کمېسيون د بيا فعالېدو په اړه، چې د ولسمشر حامد کرزي او د سولې د عالي شورا د پخواني مشر استاد برهان الدين رباني په مشرۍ جوړ شوى و او يوه غونډه يې هم ترسره کړې وه، خبرې وکړي.

هغه وويل، ياد کمېسيون، چې د افغانستان او پاکستان د ولسمشرانو په مشرۍ جوړ شو، په لومړۍ غونډه کې يې کاري کمېټه هم رامنځته کړه.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، دغې کمېټې، چې د موادو د برابرولو مسووليت پر غاړه لري او وروسته يې عالي کمېسيون ته وړاندې کوي، تر اوسه دوه ناستې هم ترسره کړې دي.

Views: 2

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version