کابل ( پژواک ٢١ لړم ٩١ ) : له اوږده انتظار څخه وروسته بالاخره د سولې د عالي شورا مشر صلاح الدين رباني د يوه پلاوي په مشرۍ سبا اسلام اباد ته روانيږي.
په کابل کې د پاکستان سفارت له خوا د لړم په ٢١مه، پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دا سفر د بهرنيو چارو د وزېرې حنا رباني کهر په بلنه ترسره کېږي.
سرچينې زياته کړې ، چې دا سفر به درې ورځې دوام ولري، دلړم په ٢٢مه، پلاوى روانيږي او تر ٢٤ مه پورې به هلته وي.
په خبرپاڼه کې راغلي،چې دافغانستان د سولې د عالي شورا مشر صلاح الدين رباني له پاکستاني چارواکيو سره دسولې او ملي پخلاينې د پروسو په اړه خبرې کوي.
د پاکستان سفارت وايي ، چې ددې سفر پر مهال به صلاح الدين رباني ولسمشر اصف علي زرداري، لومړي وزير راجا نادر پروېز او بهرنيو چارو وزارت سره په دوه اړخيزو موضوعاتو او سولې په اړه خبرې کوي.
د سولې دعالي شورا د بهرنيو اړيکو مسوول محمد اسماعيل قاسميار هم ياد سفر تاييد کړ .
هغه پژواک ته وويل، چې دا سفر به راتلونکو دوو درېيو ورځو کې ترسره شي او د صلاح الدين رباني په مشرۍ به يو لوړ پوړى پلاوى اسلام اباد ته لاړ شي.
نوموړي په دې اړه نور معلومات ورنکړل.
د يادونې ده ، چې پاکستان ته دسولې دعالي شورا د مشر دسفر پرېکړه تېر کال په واشنګټن کې دامريکا، افغانستان او پاکستان د ولسمشرانو په درې اړخيزه غونډه کې شوې وه.
خو اسلام اباد ته دصلاح الدين رباني سفر څو څو وارې وځنډېد، ټاکل شوې وه، چې دتېرې روژې په مياشت کې دا سفر ترسره شي، خو بيا د ځينو نامعلومو لاملونو له امله وځنډېده او وويل شول، چې له اختر څخه وروسته به ترسره شي، خو يو ځل بيا وځنډېد.
Views: 5
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن