چغچران (پژواک ١٢ زمرى ٩١): امنيتي چارواکي وايي، چې د غور د ولايتي شورا يو غړى له خپل ساتونکي سره د ماين په چاودنه کې ووژل شو.
د غور د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر جنرال حسين صفوي د زمري په ١٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د غور د ولايتي شورا غړى حيات الله بېګ، نن مازيګر شاوخوا څلور بجې د سړک غاړې د ماين په چاودنه کې ووژل شو.
حيات الله بېګ د مشرانو جرګې په تېره دوره کې د غور انتخابي سناتور هم و.
صفوي زياته کړه، چې د ولايتي شورا ياد غړى د غور له مرکز چغچران څخه تغي تيمور سيمې ته د خپل کور په لور روان و، چې پر موټر يې د ريموټ کنټرول ماين چاودنه وشوه.
د نوموړي په وينا، په دې پېښه کې د حيات الله بېګ يو ساتونکى وژل شوى او دوه نور ټپيان دي.
د غور د ولايتي روغتون مشر جمعه ګل يعقوبي پژواک اژانس ته وويل، چې ټپيان د دوى روغتون ته ور وړل شوي او تر درملنې لاندې دي.
نوموړي د ټپيانو روغتيايي حالت د ډاډ وړ وباله.
د دې پېښې مسووليت تر دې دمه چا پر غاړه نه دى اخيستى.
Views: 4
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن