چغچران (پژواک، ١٦ زمرى ٩١): پر يوه خره باندې د ځاى پر ځاى شوي ماين د چاودېدو له امله د غور د چهارسدې ولسوالۍ امنيه قوماندان ووژل شو او د ولسوالۍ اجرائيوي مدير او د پراختيايي شورا رييس ټپيان شوي دي.
د غور د ولايتي شورا غړي او د چهارسدې اوسېدونکي عبدالرحيم رضا زاده پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه چاودنه نن شاوخوا نهه نيمې بجې د ولسوالى په مرکز کې رامنځته شوه.
سرچينې په ډاګه کړه، چې په دې پېښه کې د ولسوالۍ د امنيه قوماندان ګل احمد يو ساتونکى هم ټپي شوى دى.
د چغچران ښاروال عثمان عصمت او د ګل احمد خپلوان هم ومنله، چې په دې پېښه کې ګل احمد وژل شوى او د دې ولسوالى اجرائيوي مدير مرزا ابراهيم او د پراختيايي شورا رييس عبدالسلام ټپيان شوي دي.
خو د غور د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر حسين صفوي وويل، چې په دې پېښه کې ياد شوي درې واړه کسان ټپيان شوي دي.
هغه وويل، چې ماين پر خره باندې اېښودل شوى و او کله چې ياد موټر خره ته نږدې شو، نو پرې والوت.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ سهار د دغه ولايت د دولينه ولسوالۍ د امنيه قوماندانۍ د استخباراتو امر محمداکبر د يوه موټر سايکل سپاره له خوا پر ډزو ووژل شو.
د دې پېښو مسؤوليت تر اوسه چا پر غاړه نه دى اخيستى.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن