ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بهسودو ولسوالۍ سربند د نړېدو له امله ٥٠ زره جريبه کرنيزه ځمکه له اوبو بې برخې شوې

4 Aug 2012 - 11:34
4 Aug 2012 - 11:34

جلال اباد (پژواک ١٤ زمرى ٩١): د ننګرهار د بهسودو ولسوالۍ قومي مشران وايي، چې د شپاړس کيلومتره کانال او سربند د نړېدو له امله د دې ولسوالۍ پنځوس زره جريبه کرنيزه ځمکه د وچېدو له ګواښ سره مخ ده.

د بهسودو ولسوالۍ د ١٦ کيلومتره کانال سربند د کامې ولسوالۍ پله ته څېرمه له کونړ سيند څخه رابېل شوى  او د دې ولسوالۍ زرګونه جريبه کرنيزه ځمکه ترې خړوبېږي.

ځايي کروندګر او قومي مشران وايي، چې تېر کال د سيند طغياني څپو دغه سربند نړولى او څو څو ځلې ولسي وګړو پر خپل مټ جوړ کړى، خو کله چې په سيند کې اوبه زياتې شي، بېرته يې يوسي.

د بهسودو د پرمختيايي شورا مشر ملک نعمت الله حليمي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د ولسوالۍ بزګرانو او اوسېدونکو د يونيم ميليون افغانيو په شخصي لګښت سربند او د کانال درې نيم کيلومتره برخه جوړه کړه.

هغه زياته کړه، چې دغه بيارغونه يې د شګو د بوريو په وسيله کړې وه، خو کله چې اوبه زياتې شي، دا بورۍ بېرته له ځان سره يوسي.

نوموړي وويل،  چې د کرنې وزارت ورسره څو څو ځلې ژمنه کړې، چې کانال به په پاخه او اساسي توګه جوړوي، خو تر اوسه يې ژمنه نه ده عملي کړې.

ملک نعمت وايي، چې يوه مياشت وړاندې ورته د ننګرهار والي په دې برخه کې د پنځه سوه زره افغانيو د ورکړې ژمنه کړې، چې لا هم نه دي ورسپارل شوي او د پرمختيايي شورا غړو په خپلو شخصي لګښتونو د کانال او سربند يوه اندازه بيارغونه ترسره کړې ده.

د دغې ولسوالۍ د بينيګاد کلي قومي مشر ملک سلطان پژواک اژانس ته وويل، چې د (تنګي توپچي) سربند په بشپړ ډول وران شوى دى.

هغه دا سربند مهم بولي او زياتوي چې له دغه سربنده جلا شوى، لوى کانال  د بهسودو ولسوالۍ د اويا زره کورنيو پنځوس زره جريبه ځمکه خړوبوي.

دغه قومي مشر وويل، تر کانال لاندې د شلو کليو بزګرانو او مشرانو هلې ځلې کړې، چې د دولت مرسته راجلب کړي؛ خو تر اوسه يې هېڅ نتيجه نه ده ورکړې.

د دې ولسوالۍ يو بل قومي مشر ملک غلام نبي پژواک اژانس ته وويل، چې د کانال اوبه دومره کمې دي، چې يواځې د درې کليو ځمکې خړوبولى شي.

نوموړي زياته کړه، چې د کرنې او کليو د پراختيا رياستونو په ګډه درې مياشتې وړاندې د کارګر تر نامه لاندې يو پروګرام پيل کړ، چې د کليو ځوانانو د حشر په بڼه د شګو په بوريو او تېږو غورځولو د سربند يوه برخه راټينګه کړه.

خو د ده پر وينا، دغه برخه هم د سېلاب له  يوې څپې سره ښايي په بشپړه توګه له منځه ولاړه شي.

غلام نبي زياتوي، د جلال اباد ښار ته نږدې د هغې ولسوالۍ له ځمکو، چې پخوا به يې د دغه ښار د ترکارۍ ټولې اړتياوې ور پوره کولې اوس يې د اوبو د نشتوالي له امله په ځمکو کې ترکاري نه کرل کېږي او خلک يې له نورو سيمو پېري.

دغه ځمکوال او قومي مشر وېره څرګنده کړه، چې که دولت د بهسودو د کانال غم ونه خوري، ښايي بېوزله بزګران يې له خپلو سيمو بار او د ځمکو مافيا يې په لږه موده کې شنې او زرغونې ځمکې په ودانيو بدلې کړي.

د ننګرهار د کرنې او مالدارۍ رييس انجنير محمدحسين ساپي د بهسودو ولسوالۍ قومي مشرانو او بزګرانو اندېښنې پر ځاى وبللې.

نوموړي پژواک اژانس ته وويل، چې د ياد سربند سروې د ده د رياست په مرسته د کليو او پراختيا رياست انجنيرانو ترسره کړې ده.

د هغه په وينا، د دغه کانال او سربند د رغونې لپاره د کليو د پراختيا وزارت يو ميليون ډالر پروژه منظوره کړې او دى هيله لري، چې د دواړو وزارتونو په همغږۍ به په يوه مياشت کې د دغه کانال او سربند د جوړونې چارې پيل شي.

د يادونې ده، چې د موقتې ادارې له جوړېدو يوولس کاله وروسته وړمه ورځ د دې حاصل خيزې ولسوالۍ لپاره د کرنې ودانۍ په واک کې ورکړل شوه.

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version