ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بهسودو ولسوالۍ سربند پرانيستل شو

7 Apr 2012 - 15:44
7 Apr 2012 - 15:44

جلال اباد (پژواک ١٩ ورى ٩١): په ننګرهار کې هغه سربند پرانيستل شو، چې د بهسودو ولسوالۍ زرګونه جريبه ځمکه خړوبوي او پنځوس زره کورنۍ ترې ګټه اخلي.

دغه سربند د بهسودو ولسوالۍ د قاسم اباد په سيمه کې له کابل سيند څخه سرچينه اخلي او د بهسود ولسوالۍ ټولو سيمو ته اوبه ورکوي.

د دغه سربند د پرانيستلو پر مهال مرستيال والي محمدحنيف ګرديوال پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه سربند د جاپان هېواد د (P.M.S) موسسې له لوري د يو ميليون او ٧٠٠ زره امريکايي ډالرو په لګښت جوړ شوى دى.

هغه زياته کړه، چې له ياد سربند څخه زرګونه جريبه کرنيزه ځمکه خړوبه او شاوخوا پنځوس زره کورنۍ به ترې ګټه پورته کړي.

د ولايت مرستيال وويل، چې د يادې موسسې له لوري د کامې ولسوالۍ له پله څخه د بهسودو ولسوالۍ تر ميرانو ويالې پورې جوړ شوى استنادي دېوال هم نن ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.

 د نوموړي په وينا، پر دغه دېوال يو مليون او سل زره امريکايي ډالره لګښت راغلى دى.

نوموړي وويل، له دغه دېوال څخه به د کامې ولسوالۍ څلوېښت زره خلک ګټه پورته کړي.

د بهسودو ولسوالۍ يوه قومي مشر ملک ولايت خان پژواک اژانس ته وويل، چې د ياد سربند جوړېدل د بهسودو د خلکو لوى ارمان و، چې نن پوره شو.

هغه زياته کړه، چې که څه هم بهسود د کونړ او کابل سيند تر منځ پرته ولسوالۍ ده، خو بيا يې هم ځينو ځمکو اوبه نه درلودې.

نوموړي زياته کړه، چې د دغه سربند له جوړېدو سره که له يوې خوا د کروندګرو ستونزې هوارې شوې، نو له بلې خوا به يې پر اقتصاد هم ښه اغېزه وکړي.

د بهسودو د انکشافي شورا مشر ملک نعمت حليمي پژواک ته وويل، چې د ياد سربند په جوړېدو سره د بهسودو ولسوالۍ د بزګرانو او د ټولو خلکو شته ستونزې هوارې شوې.

حليمي پر دولت غږ وکړ، د بهسودو پول، چې کونړ او نورستان ته پرې هم خلک تګ راتګ کوي، ژر تر ژره جوړ کړي.

د هغه په وينا، دغه ستونزه يې تر ولسمشره پورې رسولې، خو چا پرې غوږ نه دى ګرولى.

د بهسودو و لسوالۍ د قاسم اباد سيمې يوه بزګر ګل داد پژواک ته د دغه سربند په جوړېدو خوښي څرګنده کړه.

نوموړي زياته کړه: ((که پخوا مو د يو فصل حاصل لاسته راووړ، د دغه سربند په جوړېدو سره دوه شول.))

ګل داد وويل، چې د دغه سربند په جوړېدو سره اوس دوى کولى شي په خپلو کروندو کې شوله وکري.

Views: 8

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version