ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ننګرهار کې د  ۱۲۰۰ سوه زره ډالرو په لګښت د اوبو سربند جوړ شو

ننګرهار کې د ۱۲۰۰ سوه زره ډالرو په لګښت د اوبو سربند جوړ شو

author avatar
23 Jan 2018 - 11:39
ننګرهار کې د  ۱۲۰۰ سوه زره ډالرو په لګښت د اوبو سربند جوړ شو
author avatar
23 Jan 2018 - 11:39

جلال اباد (پژواک، ۳ سلواغه ۹۶): د ننګرهار په بهسودو او کامې ولسواليو کې د ميليونونو افغانيو په لګښت د يو استنادي دېوال او يو سربند د جوړولو چارې بشپړې او ګټې اخيستنې ته وسپارل شول.

دغه دواړه رغنيزې پروژې د افغان ايډ، PMS او افغان جايکا موسسو له لوري پلې شوې دي.

د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي د سلواغې په ۳مه پژواک اژانس ته وويل چې د کامې ولسوالۍ پله ته څېرمه د سربند په سیمه کې د جایکا او PMS مرستندویه ادارو په مالي مرسته د يو میلیون او دوه سوه زره امریکایي ډالرو په لګښت یو سربند تر جوړېدو وروسته ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

دی وايي، یاد سربند چې په لس جریبه ځمکه کې د دوو کلونو په موده کې جوړ شوی، سلګونه جريبه ځمکې د خړوبېدو ظرفیت لري او شاوخوا ۵۵ لوی کلي به هم له اوبو څخه برخمن شي.

د کامې ولسوالۍ يوه اوسېدونکي محمد لياقت وايي چې د دغه سربند پّ جوړېدو سره به د ولسوالۍ ډېرې شاړې ځمکې خړوبې شي.

د يو بل خبر له مخې، د ننګرهار بهسودو ولسوالۍ کې د نږدې ۶ ميليونه افغانیو په لګښت د غټو تیږو يو استنادي دېوال ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

د ننګرهار د والي وياند وایي چې د بهسودو ولسوالۍ په میرانو کلي کې د افغان ایډ مؤسسې د نږدې ۶ میلیونه افغانیو په مالي لګښت یو بلډروال (د غټو تیږو دېوال)  جوړ شو.

هغه زياته کړه، دغه دېوال چې ۲۹۲ متره اوږدوالی، ۶ متره پلنوالی او ۳ متره لوړوالی لري، د شاوخوا درېیو میاشتو په موده کې جوړ او پرون ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

خوږياڼی وايي، د یاد دېوال په جوړېدو سره به په سیمه کې سلګونه جریبه ځمکه او کورونه د سېلابونو له خطر څخه وژغورل شي.

د سيمې اوسېدونکي وايي چې دغه پروژې به يې له سيند څخه د دوی ځمکو ته ور پېښ خطرات کم کړي او هم به په کامه کې جوړ شوی، سربند د دوی د ځمکو د خړوبولو لپاره ګټور تمام شي.

د ولايتي شورا غړي ناصر کامه وال پژواک ته وويل چې يادې دواړه پروژې به د کامې او بهسودو ولسوالۍ زرګونه خلکو ته ګټه ورسوي.

هغه پر ولايتي ادارې غږ وکړ چې په کليو کې د ستونزو کموالي لپاره دې د کرنيز سکټور ودې ته پاملرنه وکړي.

Views: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.