ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کونړ په پېښه کې يو عام وګړى او درې د ايساف سرتېري وژل شوي

8 Aug 2012 - 10:34
8 Aug 2012 - 10:34

اسعداباد (پژواک ١٨ زمرى ٩١): د کونړ په مرکز اسعداباد ښار کې نن سهار د ايساف ځواکونو پر پلې ګزمې په شوي غبرګ ځانمرګي بريد کې يو عام وګړى او د ايساف درې سرتېري وژل شوي دي.

دا غبرګ ځانمرګي بريدونه نن (د زمري ١٨مه) د سهار شاوخوا لس بجې د اسعداباد ښار اړوند د ولايتي شورا مخې ته  شوي وو.

د کونړ د والي وياند واصف الله واصفي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه بريدونه د دوو تنو ځانمرګو له خوا ترسره شوي او له امله يې يو عام وګړى وژل شوى او دوه نور ټپيان دي.

خو د کونړ د ملکي روغتون رييس ډاکتر فاروق سهاک پژواک اژانس ته وويل، چې دوى ته يو مړى او درې ټپيان ور وړل شوي دي.

بلخوا په کابل کې د ايساف ځواکونو د مطبوعاتي دفتر له خوا پژواک اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې نن سهار د افغانستان په ختيځ کې يې درې سرتېري وژل شوي دي.

سرچينې  د وژل شوو سرتېرو هويت او د پېښې کره ځاى نه دى په ګوته کړى، خو بايد وويل شي چې په ختيځ کې د ايساف امريکايي سرتېري مېشت دي.

د دغو سرتېرو په وژل کېدو سره په روان زېږديز کال کې د ناټو د وژل شوو سرتېرو شمېر ٢٨١ تنو ته ورسېد، چې يواځې ٢١٥ يې امريکايي دي.

بلخوا عيني شاهدان وايي، چې له بريد وروسته يې په سيمه کې د ايساف د وژل شوو سرتېرو مړي ليدلي دي.

د سيدمحمد په نوم يوه عيني شاهد پژواک اژانس ته وويل، چې له ځانمرګي بريد وروسته يې وليدل چې څو امريکايي سرتېري په وينو کې لت پت پراته وو.

دغه ځانمرګى بريد د ولايتي شورا ودانۍ او د تبليغي مرکز مخې ته پر سړک شوى دى.

د ولايتي شورا رييس حاجي ميا حسين عادل پژواک اژانس ته وويل، چې ځانمرګى بريد کوونکي  له تبليغي مرکز څخه راوتلي او بيا يې پر ايساف بريد کړى دى.

هغه زياته کړه، چې په دغه بريد کې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې، خو د ايساف له تلفاتو خبر نه دى.

طالب وياند ذبيح الله مجاهد بيا وايي، چې په دغه ځانمرګي بريد کې ١٧ بهرني سرتېري وژل شوي دي.

بلخوا له پېښې څو شېبې مخکې پر اسعداباد د هوانونو بريد هم شوى، چې يو يې پر تبليغي مرکز لګېدلى او بل يې د اطلاعاتو او کولتور رياست په ودانۍ کې دننه لګېدلى دى.

چارواکي وايي، چې دغو بريدونو مرګ ژوبله نه لرله.

 

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version