ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسوال : د شيګل په بمبار کې ١١ ماشومان وژل شوي

ولسوال : د شيګل په بمبار کې ١١ ماشومان وژل شوي

author avatar
7 Apr 2013 - 14:24
ولسوال : د شيګل په بمبار کې ١١ ماشومان وژل شوي
author avatar
7 Apr 2013 - 14:24

اسعد اباد ( پژواک ١٨ ورى ٩٢ ) : د کونړ ولايت چارواکي وايي ، چې تېره ورځ ددې ولايت په شيګل ولسوالۍ کې د ايساف په هوايي بريد کې  ١١ ماشومان وژل شوي او يو شمېر ښځې ټپيانې دي.

د شيګل ولسوالۍ د شلتن په دره کې تېره ورځ ګډو ځواکونو عمليات ترسره کړل، چې په ترڅ کې يې ايساف هوايي بمبار هم وکړ .

که څه هم د کونړ د والي وياند نن سهار پژواک ته په دې عملياتو کې يواځې د اوو ښځو د ټپي کېدو او يو شمېر  وسله والو د وژل کېدو خبر ورکړ .

خو دشيګل ولسوال عبدالظاهر ساپى وايي ، چې  د ايساف په هوايي بريد کې ١١ ماشومان وژل شوي دي.

د پژواک په ګډون د يو شمېر رسنيو خبريالان نن د وري په ١٨مه، تر غرمې مخکې د شيګل دشلتن درې ته  لاړل او وژل شوي ملکي وګړي يې له نږدې څخه وليدل.

د شيګل ولسوال پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې د وژل شويو ماشومانو عمرونه له دوو مياشتو څخه تر اوو کلونو پورې دي.

هغه زياته کړه ، چې په دې هوايي بريد کې شپږ ښځې ټپيانې شوي، چې د ولايت مرکز اسعداباد ښار ملکي روغتون ته لېږدول شوي دي.

د ولسوال په وينا، ايساف چې پر کومو کورونو بمبار کړى، هلته وسله وال طالبان راټول شوي وو.

ولسوال عبدالظاهر ساپي وويل، چې بمبار د علي خان په نامه ديوه طالب قوماندان پر کور شوى ، چې له امله يې هغه او نور ماشومان  وژل شوي دي.

د نوموړي په وينا، ګډو ځواکونو دوى ته د تسلميدو امر کړى و، خو هغوى پر ګډو ځواکونو ډزې کړې وې.

ولسوال وويل ، چې په دې عملياتو کې يو بهرنى سرتېرى هم وژل شوى او د ملي امنيت څلور کارکوونکي ټپيان دي.

خو د شلتن درې يو تن اوسېدونکي  شاه محمد د پېښې په ځاى کې پژواک اژانس ته وويل، چې په دې بمبار کې ٢٢  ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

نوموړي وويل ، چې ايساف ځواکونو د علي خان، شريف الله او بهرام سيد په نومونو د درېيو وروڼو کورونه بمبار کړي، چې له امله يې درې واړه وروڼه او د کورنۍ زيات شمېر غړي وژل شوي دي.

نور محمد، چې له ټپيانو سره د اسعد اباد ملکي روغتون ته راغلى ، پژواک اژانس ته وويل ، چې په سيمه کې يې سخت بمبار شوى دى.

هغه زياته کړه ، چې دا عمليات دشپې په دولسو بجو پيل او پرون تر غرمې پورې يې دوام درلود، چې له امله يې ملکي وګړو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.

طالبانو په دې جګړه کې د ګڼ شمېر امريکايي سرتېرو دوژل کېدو ترڅنګ ادعا کړې، چې په  دى بمبار کې ښځې او ماشومان هم وژل شوي دي.

طالب وياند قاري يوسف احمدي پژواک ته وويل ، چې په دې بريد کې يواځې شپږ  عادي طالبان وژل شوي دي.

ايساف ځواکونه وايي، چې دوى هم د کونړ د شيګل درې په عملياتو کې له ملکي تلفاتو خبر شوي دي.

په کابل کې د ايساف مطبوعاتي دفتر پژواک ته وويل، چې دوى د ملکي تلفاتو راپورونه جدي نيسي او په دې اړه يې څېړنې پيل کړې دي.

د يادونې ده ، چې شاوخوا دوه مياشتې مخکې په دې ولايت کې دايساف په بمبار کې لس  عام وګړي وژل شوي وو.

تر دې پېښې وروسته ولسمشر حامد کرزي افغان ځواکونو ته امر کړى و، چې د عملياتو پر مهال دې له بهرنيانو څخه د هوايي ځواک مرسته نه غواړي.

له ارګ څخه پژواک ته په راليږل شوي خبرپاڼه کې ويل شوي ، چې ولسمشرحامدکرزي د کونړ په پوځي عملیاتو کې د ماشومانو وژنه په کلکه غندلي ده .

خبرپاڼه زياته وي، چې ولسمشر حامد کرزي نن د کونړ ولایت له دولتي مسوولینو سره د ټلیفون له لارې خبرې کړې او د دغې پیښې په اړه یې ورڅخه معلومات غوښتى دي.

سرچينه ليکي ، حامدکرزي همدا راز یوه دولتي پلاوي ته دنده سپارلې ده چې سیمې ته لاړ شي او دغه پیښه له نیږدې څخه وڅیړي.

Views: 4

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.