ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په اليشنګ کې پاڅون کوونکو شپږو وسلوالو ته مرګ ژوبله واړوله

8 Aug 2012 - 16:42
8 Aug 2012 - 16:42

جلال اباد ( پژواک، ١٨ زمرى ٩١): د لغمان د اليشنګ ولسوالۍ ولسي پاڅون کوونکو يو ځل بيا له‌ وسلوالو طالبانو سره د يوې نښتې په ترڅ کې شپږ وسلوالو ته مرګ ژوبله واړوله.

د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک د زمري په ١٨ مه پژواک اژانس ته وويل، چې تېره شپه ناوخته د ولسي پاڅون کوونکو له لوري د لغمان د اليشنګ ولسوالۍ د سالاب، سرورخېلو، منځ کلي، بر کلي، تنګي او ګچيانو په سيمو کې عمليات تر سره شول.

د هغه په وينا، په يادو عملياتو کې د طالب قوماندان جلات په ګډون درې وسلوال طالبان وژل شوي او درې نور يې ټپيان شوي دي.

نوموړي زياته کړه، چې د کشفي ارګانونو د بېلابېلو راپورونو له مخې، ويل کيږي، چې ۱۲ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې، چې درې تنه په کې پاکستانيان هم دي.

نوموړي وويل: ((په دغه نښته کې يو ولسي وګړى هم ټپي شوى، چې روغتيايي حالت يې دا مهال د ډاډ وړ دى.))

د ځواک په خبره، دغو کسانو په سيمه کې ورانکاري فعاليتونه تر سره کول او مړي يې اوس هم په سيمه کې پراته دي.

يو ولسي پاڅون کوونکي مير اکبر پژواک اژانس ته وويل، چې په دې موخه يې ولسي پاڅون پيل کړى، چې د پاکستان د استخباراتي ادارې اى اس اى لخوا د دوى ولايت ته راغلي وسلوال رالېږل شوي او خلک ځوروي.

د هغه په وينا، تېره شپه د نښتې پر مهال د دوى ملګرو ته زيان نه دى اوښتى.

نوموړي زياته کړه، چې تر هغه به ولسي پاڅون دوام ولري، څو خپله سيمه له مخالفينو څخه پاکه نه کړي.

د يادونې ده، چې په اليشنګ ولسوالۍ کې د ولسي پاڅون په روانه مبارزه کې تر دې مهاله شاوخوا پنځلس وسلوال طالبان وژل شوي او ګڼ شمېر نور ټپيان شوي دي.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version