ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په اندړو کې پاڅون کوونکو له وسلوالو طالبانو درې کلي ونيول

12 Aug 2012 - 12:29
12 Aug 2012 - 12:29

غزني ښار (پژواک ۲۲ زمری ۹۱): د غزني په اندړو ولسوالۍ کې ولسي پاڅون کوونکي وايي، چې له وسلوالو طالبانو يې د يوې نښتې په ترڅ کې درې کلي نيولي دي.

د غزني په اندړو ولسوالۍ کې د ولسي پاڅون قوماندان انجنير لطف الله کامراني د زمري په ۲۲مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نن سهار وختي يې له وسلوالو طالبانو سره نښته وکړه.

د هغه په وينا، دغې نښتې شاوخوا پنځه ساعته دوام وکړ، چې په پايله کې يې د صاحب خان، ګډول او نرمي په نومونو کلي له وسلوالو طالبانو ونيول.

نوموړي زياته کړه، چې له دې وړاندې په يادو کليو کې وسلوال طالبان اوسېدل او د سيمې خلک ورڅخه ډېر په تنګ راغلي  وو.

د کامراني په خبره، ياد کلي يې د سيمې د خلکو په مرسته له وسلوالو طالبانو نيولي دي او خلک هم په دغه کار ډېر خوښ دي.

ده زياته کړه: ((وسلوالو طالبانو ته مو په دې نښته کې مرګ ژوبله اړولې خو په اړه يې کره معلومات نه لرم، چې څومره به وي، خو زموږ ملګرو ته په نښته کې کوم زيان نه دى اوښتى.))

د نرمی د کلي يوه اوسېدونکي عبدالخالق پژواک اژانس ته وويل، چې د دوى په سيمه کې نن سهار وختي سخته جګړه روانه وه او د درنو ډزو غږونه يې اورېدل.

نوموړي زياته کړه: ((تېر ماښام په سيمه کې ډېر طالبان وو او له ټولو سره ډول ډول وسلې هم وې، خو کله چې نن سهار په سيمه کې نښته کراره شوه، کلی مو د ولسي پاڅون کوونکو له کسانو څخه ډک و.))

د هغه په وينا، دوى نور وسلوال نه دي لېدلي، چې څه شول، خو کله چې يې سيمه ولسي پاڅون کوونکو ونيوله، د سيمې د خلکو له ملاتړ او هرکلي سره مخ شول.

د عبدالخالق په خبره، اوس خلک ډېر خوښ دي او وايي، چې له دې وروسته به يې په سيمه کې امنيت راځي.

وسلوالو طالبانو په دې اړه تر اوسه څه نه دي ويلي.

د يادونې ده، چې نږدې درې مياشتې وړاندې د غزني په اندړو ولسوالۍ کې د وسلوالو طالبانو پر ضد هغه مهال د سيمې خلک راپورته شول، چې وسلوالو د دوى په سيمه کې ښوونځي وتړل.

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version