کابل (پژواک، ٢٩ زمرى ٩١): ولسمشر حامد کرزي د لښکرګاه ښار اړوند په يوه هديره کې ماين ايښودنه په کلکه غندلې ده.
په هغې خبرپاڼه کې ،چې د ولسمشرۍ له مطبوعاتي دفتر څخه پژواک خبري اژانس ته رالېږل شوې، راغلي چې حامد کرزي د هلمند د لښکرګاه ښار اړوند د صافيانو په هديره کې ماين ايښودنه، يو غير اسلامي عمل بللى دى.
د هلمند د مرکز لښکرګاه د صافيانو په هديره کې، نن سهار وخته په هديره کې د درېيو چاودنو له امله دوه تنه ووژل شول او ۱۰ نور ټپيان شول.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، ولسمشر کرزي دغه ترهګريز عمل په کلکه غندلى او ويلي يې دي: ((د افغانستان د خلکو دښمنان دومره ذليل او کمزوري شوي، چې حتی د اختر په مبارکو ورځو کې، چې د مسلمانانو د خوښيو د لمانځلو اسلامي جشن دی، د افغانانو خوښي نه شي زغملای او د ماينونو په ايښودلو سره د دې خاورې بې ګناه خلک په شهادت رسوي او د هغوی کورنۍ د غم په ټغر کېنوي.))
خبرپاڼه کاږي، حامد کرزي د دغه غير اسلامي او غير انساني عمل ترسره کوونکي د اسلام دښمنان بللي او ويلي يې دي، دغه جنايتکاران، چې د مسلمانانو په وينو يې لاسونه سره دي، هېڅکله به هم د لوی خدای له عذاب او د افغانستان د خلکو له کرکې او نفرت څخه خلاصون ونه مومي.
په خبرپاڼه کې زياته شوې، چې حامد کرزي د شهيدانو کورنيو ته د خپلې ژورې خواخوږۍ او ډاډګيرنې مراتب وړاندې کړي او ټپيانو ته يې د لوی خدای له درباره د سملاسي روغتيا هيله ښودلې ده.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن