کابل (پژواک ٦ سلواغه ٩٠): ولسمشر حامد کرزي په داسې حال کې، چې د اروپا په رسمي سفر بوخت دی، د هلمند ولايت د لښکرګاه په ښار کې يې هغه تروريستي بريد په کلکه وغانده، چې له امله يې يو شمېر ملکي وګړو ته مرګ ژوبله واوښته.
د هلمند د والي د دفتر د معلوماتو له مخې، يوه ځان مرګي بريدګر نن له غرمې مخکې د هلمند ولايت پوهنې رياست ته څېرمه د ولايتي بيارغونې ډلې پر موټرو د کرولا موټر په وسيله ځانمرګى بريد ترسره کړ، چې په ترڅ کې يې څلور عام وګړي و وژل شول او ٣٤ نور عام وګړي ټپي شوي دي.
په دغه ولايت کې د ولايتي بيارغونې ډلې (پي. ار. ټي) مطبوعاتي دفتر وايي، چې په دغه بريد کې د دوى درې بهرني ملکي کارکوونکي هم ټپي شوي دي.
د جمهوري رياست له مطبوعاتي دفتر څخه پژواک اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ولسمشر حامدکرزی د افغانستان د خلکو د دښمنانو دغه غير انساني او غير اسلامي اعمال، چې په پرله پسې توګه پر خلکوو ښارونو او ګڼ مېشتو سيمو بريدونه کوي، په کلکه غندي.
ولسمشر زياته کړې، چې د افغانستان د خلکو دښمنان به د دا ډول ناروا عملونو په ترسره کولو سره د افغانستان د خلکو له کرکې او د لوی خدای له عذابه، به پرته بل څه ترلاسه نه کړي.
حامد کرزي په دې پېښه کې د وژل شوو کورنيو ته د خپلې ژورې خواخوږۍ او ډاډ ګېرنې مراتب ړاندې کړې او ټپيانو ته د لوی خدای له درباره د سملاسي روغتيا هيله کړې ده.
Views: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن