لښکرګاه (پژواک، ٢١ زمری ۱۴۰۱): د هلمند ولايت سلګونو اوسېدونکو پر کابل د امريکا د وروستي بريد په غبرکون کې لاريون وکړ او دا کار يې د افغانستان پر خاوره تېری وباله.
د تېرې اونۍ د سېشنبې په شپه، د امريکا ولسمشر جو بايډن اعلان وکړ چې د القاعدې مشر ایمن الظواهري د همدې اونۍ د یکشنبې په سهار (د زمري ۹مه) د کابل ښار په شېرپور کې د امریکا د بېپیلوټه الوتکې په برید کې وژل شوى دى.
بل لورته افغان حکومت د بېپيلوټه الوتکې دغه بريد د دوحې له تړونه سرغړونه وبلله او د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل چې ایمن الظواهري د راتګ او دلته د اوسېدو په اړه هیڅ معلومات نه لري.
نن د هلمند اوسېدونکو په مرکز لښکرګاه کې د ياد بريد په غبرګون کې لاريون وکړ.
يوه لاريونوال مطيعالله مطيع د امريکا ياد بريد وغانده او ويې ويل چې امريکا په افغانستان کې ماتې خوړلې او اوس غواړي چې د افغانانو ژوند ناارامه کړي.
دغهراز يوه بل لاريونوال محمد ولي پژواک ته وويل چې د امريکا دغه بريد د افغانستان پر خاوره ښکاره تېرى او د دوحې د تړون خلاف عمل دى.
يو شمېر نورو لاريونکوونکو هم ورته څرګندونې وکړې او له امريکا څخه يې غوښتنه وکړه چې هرڅه ژر د افغانستان کنګل شوې پېسې هم ازادې کړي.
د هلمند په مرکز لښکرګاه کې دغه لاريون داسې مهال ترسره کېږي چې تر دې وړاندې هم دوه نور لاريونونه د امريکا د وروستي برید په غبرګون کې په دغه ولايت کې ترسره شوي دي.
Views: 119
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن