ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

دولتي ځواکونو دخلکو په مرسته دحصارک شپږ کلي له طالبانو پاک کړل

23 Aug 2012 - 16:01
23 Aug 2012 - 16:01

جلال اباد( پژواک، ٢ وږى ٩١ ) : چارواکي وايي ، چې د ننګرهار په حصارک ولسوالۍ کې لسګونو ولسي خلکو د وسلوالو مخالفينو پر ضد پاڅون کړى او له ملي ځواکونو سره په ګډه يې ګڼ شمېر کلي له مخالفينو پاک کړي دي.

په ختيځ کې د ٢٠١ سيلاب قول اردو وياند ډګروال نعمان هاتفي د وږي په دويمه پژواک خبري اژانس ته وويل ،چې نن سهار په لسو بجو وسلوالو مخالفينو غوښتل ، چې پر ولسوالۍ بريد وکړي.

هغه زياته کړه، چې امنيتي ځواکونو له بريده مخکې په دې اړه معلومات ترلاسه کړل او له ولس څخه يې د مرستې غوښتنه وکړه.

هاتفي وايي، چې ددې ولسوالۍ د بېلا بېلو سيمو لسګونو کسانو له ملي ځواکونو سره په ګډه د وسلوالو مخالفينو پر ضد عمليات پيل کړل او شپږ کلي يې له هغوى پاک کړل.

نوموړي ياد کلي په جوکان، ملايان، خنجر، صاحب زاد ګان، بوستان او لاجي ګډ په نومونو ياد کړل.

د ٢٠١ سيلاب قول اردو وياند وويل، چې په څلورو کليو کې اوس هم مقاومت روان دى، خو دوى هم د ولس  په مرسته چاڼيزو عملياتو ته ادامه ورکړې ده.

د نوموړي په وينا، تر اوسه په دې عملياتو کې دواړو لوريو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

د حصارک ولسوال عبدالخالق معروف پژواک اژانس ته وويل ، چې عمليات نن سهار په لسو بجو پيل شوي او اوس هم روان دي.

هغه زياته کړه ، چې د ولسوالۍ دوه په درې برخه له وسلوالو مخالفينو څخه پاکه شوې او ډېر ژر به ټوله ولسوالۍ له طالبانو پاکه شي.

د ولسوال په وينا، پوليس هم په دې عملياتو کې همکاري کوي او  تر اوسه اووه وسلوال مخالفين د امنيتي ځواکونو او ولسي خلکو لخوا نيول شوي دي.

هغه زياتوي ، چې په نيول شويو مخالفينو کې د لوګر د ازرې لپاره د وسلوالو طالبانو قوماندان انګار هم شامل دى.

معروف وويل ،چې تېره ورځ د شلو کليو قومي مشرانو په بېلا بېلو سيمو کې غونډې کړي او د وسلوالو مخالفينو پر ضد د پاڅون پرېکړه يې کړې وه.

د چارتوت د کلي يوه قومي مشر حسن خان پژواک اژانس ته وويل ،چې د ولسوالۍ خلک نور له طالبانو پوزې ته راغلي وو .

نوموړي زياته کړه ،چې مخالفينو څو ورځې مخکې دوه قومي مخور او د ملي اردو يو سرتېرى په ډېر ظالمانه ډول ووژل، دغه راز دوى پر خلکو نور ظلمونه او زور زياتي هم کول.

د هغه په وينا، خلک نور مجبور شول  ، چې ددوى پر ضد پاڅون وکړي.

دى وايي، چې له تېرو څو مياشتې راهيسې سلګونه وزيرستاني طالبان دې ولسوالۍ ته راغلي وو او څو وارې يې پر ولسوالۍ بريدونه هم کړي دي.

وسلوالو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

ديادونې ده ، چې درې مياشتې مخکې د وسلوالو مخالفينو پر ضد لومړى پاڅون دغزني  په اندړو ولسوالۍ کې پيل شو، دغه راز په يو شمېر نورو سيمو کې هم داډول پاڅونه شوي دي.

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version