ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د هاوان مرمۍ د يوه کور څلورو تنو ته مرګ ژوبله واړوله

29 Aug 2012 - 15:56
29 Aug 2012 - 15:56

اسعداباد (پژواک ٨ وږى ٩١): د کونړ په نرنګ ولسوالۍ کې پر يوه کور د هاوان مرمۍ د لګېدو له امله يو تن وژل شوى او درې نور ټپيان دي.

 د کونړ د والي وياند واصف الله واصفي د وږي په ٨ پژواک اژانس ته وويل، چې د نرنګ ولسوالۍ په کوز نرنګ سيمه د وسلوالو طالبانو له خوا د هاوان مرمۍ توغول شوې، چې پر يو کور لګېدلې ده.د هغه په وينا، په ياده پېښه کې د يوې کورنۍ يو سړى وژل شوى او درې نور غړي يې، چې دوه ښځې او يوه ماشومه په کې شامله ده، ټپيان شوي دي.

 وسلوالو طالبانو په دې اړه تر اوسه څه نه دي ويلي.

 د يو بل خبر له مخې، په ختيځ کې د ٢٠١ سېلاب قول اردو وياند ډګروال محمدنعمان هاتفى پژواک اژانس ته وويل، چې د ملي اردو له خوا د کونړ د مرورې ولسوالۍ په سيمو کې چاڼيز عمليات ترسره شوي دي.

 د هغه په وينا، دغه عمليات د ٢٤ ساعتونو په مخه وو، چې چنار، دړي دم او پيتاو کلي يې د وسلوالو مخالفينو له شتون څخه پاک کړي دي.

نوموړي زياته کړه، چې دغه راز د کونړ په دانګام ولسوالۍ کې هم د توپان په نوم عمليات پيل شوي، چې يادې سيمې به له وسلوالو مخالفينو څخه پاکې کړي.

 هاتف وايي، چې د مرورې ولسوالۍ په عملياتو کې چا ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

 خو د وسلوالو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد بيا وايي، چې د مرورې ولسوالۍ په چنار، پيتاواو ټيپرو غونډۍ سيمو کې يې په ګډو ځواکونو بريدونه کړي او ١٧ افغان او بهرني سرتېري يې وژلي دي.

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version