ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کونړ کې په يوه وسله وال بريد کې ۱۴ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

کونړ کې په يوه وسله وال بريد کې ۱۴ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

author avatar
19 Jan 2022 - 15:45
کونړ کې په يوه وسله وال بريد کې ۱۴ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده
author avatar
19 Jan 2022 - 15:45

اسعداباد(پژواک،۲۹ مرغومی ۱۴۰۰): د کونړ- جلال اباد پر لویه لار د نرنګ ولسوالۍ په ډاک سیمه کې پر یوه موټر ډزې شوي چې له امله یې څلور کسان وژل شوي او لس نور ټپیان دي.

د کونړ د اطلاعاتو او فرهنګ رییس مولوي نجیب الله حنیف پژواک ته د پېښې د تاييد ترڅنګ وويل چې څلور کسان وژل شوي او لس نور ټپيان دي.

نوموړي زياته کړه چې په سوزکي موټر کې د عامو خلکو ترڅنګ د هغې کورنۍ ځینې غړي هم ناست وو چې شخصي دښمني يې درلوده.

د حنيف په وينا، دوی د نرنګ ولسوالۍ په مربوطاتو کې روان وو چې بريد پرې شوی دی.

نوموړی وایي، قاتل په ټپي حالت کې امنیتي ځواکونو نیولی او دا مهال ترې پوښتنې او ګروېږنې روانې دي.

د پېښې یوه عیني شاهد زاهد هم پژواک ته وويل چې نن سهار نهه بجې د نرنګ ولسوالۍ يه ډاک سیمه کې پر یوه سوزکي ډول موټر ډزې شوې دي چې ګڼ شمېر کسانو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې ده.

هغه وويل چې د باډيل له درې څخه د محمد امير غازي په نوم يو طالب وسله وال هم په موټر کې سپور و.

سرچينې زياته کړه چې په وژلو شویو کسانو کې محمدامیر غازي، د هغه زوی او څو نور کسان شامل دي.

د اسعداباد ولایتي روغتون یو ډاکتر بيا د نوم نه اخیستو په شرط پژواک ته وويل چې دوی ته د پېښې له ځايه پنځه جسدونه او لس ټپيان ور وړل شوي دي.

تېره ورځ د کونړ په څوکۍ ولسووالۍ کې د دیوه ګل په سیمه کې هم یو کس د ناپېژاندو وسله والو له خوا پر ډزو وژل شوی و.

Views: 788

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.