ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پوليسو د پنجوايي ولسوالۍ د حلقوي سړک د بيا ويجاړولو مخه ونيوله

25 Aug 2012 - 17:24
25 Aug 2012 - 17:24

کندهار ( پژواک ٤ وږى ٩١ ) : د کندهار ولايت د پنجوايي ولسوال وايي، چې وسلوالو مخالفينو تېره شپه يو ځل بيا د دې ولسوالۍ د حلقوي سړک د ويجاړولو پلان درلود، چې د امنيتي ځواکونو له خوا شنډ او په مخامخ نښته کې ٥ وسلوالو ته مرګ ژوبله واوښته.

 څو ورځې وړاندې سيمه ييزو طالبانو د سيمې اوسېدونکي له کوروينو وېستلي وو او د پنجوايي ولسوالۍ حلقوي سړک يې په درېيو ساحو کې د تراکتورونو او کلنګونو په وسيله ويجاړ کړى و.

 د پنجوايي ولسوال حاجي فضل محمد د وږي په ٤مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې تېره شپه ناوخته وسلوالو مخالفينو يو ځل بيا غوښتل، چې د دغې ولسوالۍ حلقوي سړک د الماړې، چارخاب او اکبر کليو په ساحو کې ويجاړ کړي.

 هغه زياته کړه، يوه ډله وسلوال، چې وسلې او کلنګونه ورسره وو، د شپې ناوخته يې په چارخاب، الماړې او اکبرکليو کې د سړک د بيا ويجاړولو پلان درلود.

 د نوموړي په وينا، پوليسو له مخالفينو سره جګړه کړې، چې پر مهال يې ٣ وسلوال وژل شوي او ٢ نور ټپيان شوي دي.

 دى وايي، له وسلوالو څخه درې ماينونه هم تر لاسه شوي، چې غوښتل يې پر دغه سړک يې ځاى پر ځاى کړي.

 ولسوال وايي، مخالفين ځکه دا کار کوي، چې غواړي په آسانۍ سره پر دغه لاره کورنيو او بهرنيو ځواکونو ته ماينونه کېږدي.

 تېره ورځ د ولسوال په مشرۍ يوه پلاوي د دغه سړک له ويجاړو شويو برخو څخه ليدنه  وکړه.

 له سړک څخه د ليدنې پر مهال پر پلاوي د وسلوالو مخالفينو له لوري وسلوال بريد هم شوى و، چې پکې يو پوليس ټپي شوى و.

 وسلوالو مخالفينو ددې سړک د ويجاړولو خبره رد کړې ده.

 طالب وياند ذبيح الله مجاهد لخوا پژواک اژانس ته په يوه رالېږل  ايميل کې ويل شوي، چې دا سړک د خلکو په باغونو کې په زوره جوړ شوى و، ځکه د سيمې خلکو پخپله دا سړک ويجاړ کړى دى.

 د پنجوايي ولسوالۍ دغه حلقوي سړک چې څو مياشتې وړاندې په پاخه او اساسي توګه جوړ شوى، له څو کليو تېرېږي او د دغې ولسوالۍ مرکز له سپېروان سيمې سره نښلوي.

 د يوه بل خبر له مخې ، په ژېړۍ ولسوالۍ کې پوليسو د اتلسو کلونو په عمر يو ځانمرګى د چاودېدونکو توکو له ډک واسکټ او موټر سايکل سره يو ځاى نيولى دى.

 په دې اړه د ولايت مقام خبرپاڼه کاږي، چې ځانمرګى د ولسوالۍ په سنګسار سيمه کې د عملياتو پر مهال نيول شوى او په لومړيو پلټنو کې يې ويلي، چې د بلوچستان ايالت په کوټه کې د ځايي ملايانو له خوا دې کار ته هڅول شوى دى.

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version