ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د چورلکې غورځېدو په پېښه کې دوه نور اسټراليايي سرتېري ووژل شول

30 Aug 2012 - 10:09
30 Aug 2012 - 10:09

کابل ( پژواک ٩ وږى ٩١ ) : د ناټو په مشرۍ ايساف ځواکونه وايي چې د افغانستان په سويل کې يې يوه چورلکه غورځېدلې، چې له امله يې دوه سرتېري وژل شوي دي.

په کابل کې دايساف ځواکونو مطبوعاتي دفتر لخوا د وږي په ٩ مه، پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې دا پېښه نن سهار د افغانستان په سويل کې رامنځته شوې ده.

سرچينې زياته کړې چې د چورلکې د غورځېدو په دې پېښه کې يې دوه سرتېري وژل شوي دي، خو ايساف د وژل شويو سرتېرو هويت او د پېښې کره ځاى نه دى په ډاګه کړى.

ايساف وايي چې دپېښې په اړه يې پلټنې پيل کړې، خو د لومړنيو راپورونو له مخې د پېښې په ځاى کې د وسلوالو مخالفينو خوځښت نه دى ترسترګو شوى.

بلخوا د اسټراليا ددفاع وزارت اعلان کړى، چې د چورلکې دغورځېدو داپېښه په هلمند ولايت کې رامنځته شوې ده.

اسټراليايي رسنيو د سرپرست دفاع وزير مارشال بينسکين له خولې خبر ورکړى، چې نن سهار وخته د افغانستان په هلمند ولايت کې ديو لړ عملياتو پر مهال دايساف يوه چورلکه هغه مهال وغورځېده، کله چې د کښيناستو هڅه يې کوله.

سرچينې زياته کړې چې په دې پېښه کې دايساف  دوه اسټراليايي سرتېري وژل شوي او د چورلکې يوه عمله  ژوبل شوې ده.

مارشال بينسکين ويلي : (( تېر ٢٤  ساعته اسټراليايي ولس او ځواکونو لپاره ډېر خواشينوونکي وو، موږ په دې موده کې په افغانستان کې خپل پنځه سرتېري له لاسه ورکړل.))

د يادونې وړ ده چې تېره شپه په اروزګان ولايت کې د ملي اردو يوه سرتېري پر اسټراليايي سرتېرو ډزې کړې وې، درې يې وژلي او دوه يې ټپي کړي دي او پخپله تښتېدلى دى.

اسټراليا په افغانستان کې نږدې ١٦٠٠ سرتېري لري چې په اروزګان ولايت کې مېشت دي او تر اوسه يې ٣٨ سرتېري وژل شوي دي.

يادو اسټراليايي سرتېريو وژل کېدو سره په روان زېږديز کال کې د ناټو د وژل شويو سرتېرو شمېره ٣١٩ تنو ته ورسېده.

Views: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version