کابل ( پژواک ۲۲ کب ۹۱ ) : د کندهار په دامان ولسوالۍ کې دامريکايي ځواکونو يوه چورلکه غورځېدلې چې له امله يې پنځه امريکايي سرتېري وژل شوي دي.
په کابل کې د ناټو په مشرۍ د نړيوالو سوله ساتو ځواکونو ايساف لخوا د کب په ۲۲مه، پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې دا پېښه پرون د افغانستان په سوېل کې رامنځته شوې ده.
سرچينې زياته کړې، چې د چورلکې د غورځېدو په دې پېښه کې د ناټو پنځه سرتېري وژل شوي، خو په خبرپاڼه کې د پېښې کره ځای او د وژل شويو سرتېرو هويت نه دی په ډاګه شوی.
بايد وويل شي، چې دافغانستان په سوېل کې د ناټو په مشرۍ امريکايي، بريتانوي او اسټراليايي سرتېري مېشت دي.
خو د کندهار ولايت مطبوعاتي دفتر وايي چې دا پېښه ددامان ولسوالۍ داعظم کلا په سيمه کې پرون تر غرمې وروسته رامنځته شوې ده.
ايساف وايي ، چې د پېښې په ځای کې د مخالفينو فعاليتونه ، نه ترسترګو کېدل ، خو په اړه يې پلټنې پيل کړې دي.
بلخوا وسلوالو طالبانو ادعا کړې ده، چې دا چورلکه ددوى لخوا وېشتل شوي ده او پکې ناست ټول سرتېري وژل شوي دي.
د يادونې ده ، چې پرون په ميدان وردګو ولايت کې هم د يوه داخلي بريد په ترڅ کې دوه امريکايي سرتېري وژل شوي وو.
دغو سرتېرو وژل کېدو سره په روان زېږديز کال کې د وژل شويو بهرنيو سرتېرو شمېره ١٨ تنو ته ورسېده. تېر کال په هېواد کې ٤٠٢ سرتېري وژل شوي وو.
تېر کال داګست په مياشت کې هم په سوېل کې د ناټو د يوې چورلکې د غورځېدو له امله د پنځو امريکايي سرتېرو په ګډون ۱۱ کسان وژل شوي وو.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن