ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په کندهار کې ٧٠ سلنه ښوونځي ودانۍ نه لري او لسګونه نور يې بند دي

1 Sep 2012 - 18:26
1 Sep 2012 - 18:26

کندهار ( پژواک، ١١ وږى ٩١ ) : په کندهار کې ښوونيز کال په داسې حال کې پيل شو، چې لا هم په دې ولايت کې د ناامنيو او ستونزو له امله د ١٠٠ په شاوخوا کې ښوونځي تړلي پاتې دي او ٧٠ سلنه ښوونځي ودانۍ نه لري.

 په دې اړه د کندهار د پوهنې رياست کې  نن د وږي په ١١مه، يوه غونډه جوړه شوې وه، چې ورته د کندهار ښار او ولسواليو د ښوونځيو مسوولين، مديران او ښوونکي ورته رابلل شوي وو.

 د کندهار د پوهنې رئيس شېر اقا صافي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په دې ولايت کې تر دوبنۍ رخصتۍ وروسته د ٩١-٩١ زېږديز کال ښوونيز کال له معمول سره سم د وږي د مياشتې په ١٦مه، پيل کېږي.

 هغه زياته کړه نوى تعليمي کال د نويو نوښتونو، پلانونو او طرحو سره پيلوي، چې اساسي او جدي کار به يې د نا امنيو له امله د تړل شويو ښوونځيو بيرته پرانيستل او د ښوونې د بهير د چټکولو په موخه امکانات برابرول وي.

 دى وايي: ((د پوهنې رياست د کندهار ولايت لپاره په خپل تشکيل کې ٤٥٠ بابه ښوونځي لري، خو په يو شمېر ولسواليو کې د نا امنيو او ځينو نورو ستونزو له امله لا هم ١٠٠ په شا و خوا کې ښوونځي تړلي پاتې دي او دغه راز په سلو کې ٧٠ ښوونځي ودانۍ نه لري.))

 د نوموړي په وينا، په تېر کال کې يې د ولايتي ادراې، پوهنې وزارت او د سيمو د قومي مشرانو او اوسېدونکيو په پراخو هلو ځلو ٢٠ بابه بند ښوونځي، چې د کلونو کلونو را په دې خوا د ناامنيو له امله تړلي پاتې و، بيرته پرانيستل.

 د پوهنې رئيس زياته کړه: ((په نوي تعليمي کال کې يې هوډ کړى، تر څو په کندهار ښار او ولسواليو کې هيڅ تړلى ښوونځى و نه لري او آن نوي ښوونځي تاسيس او جوړ شي.))

 هغه د بېلګې په توګه د ارغنداب ولسوالۍ ياده کړه، چې په تشکيل کې يې ٢٤ بابه ښوونځي دي، چې ٦ يې د نا امنيو له امله کلونه کلونه تړلي پاتې و، چې سږ کال يې هم تړلي ښوونځي بيرته پرانيستل شول او هم پکې ٨ نور نوي ښوونځي جوړ شول، چې شمېر يې دا مهال ٣٠ ښوونځيو ته ورسېد.

 نوموړي د پوهنې په بهير کې د يو شمېر ستونزو يادونه هم وکړه او ويې ويل، چې په دغه ولايت کې ناامني او د امکاناتو نشتون د پوهنې پر وړاندې لوى خنډونه دي.

دى وايي: ((د ډېرو ښوونځيو لپاره مسلکي ښوونکي نه لرو، کافي درسي لوازم، کتابونه او د ګڼو ښوونځيو لپاره ودانۍ نشته، چې په دې برخه کې به په روان تعليمي کال کې ډېر کار وکړو.))

 خو هغه پر خلکو او ولس غږ وکړ، چې د خپلو ماشومانو د روښانه راتلونکې په خاطر د هغو ټولو خنډونو په لېري کولو کې ورسره مرسته وکړي، چې د پوهنې د بهير مخه ډب کوي.

 هغه دغه راز له مخالفينو هم وغوښتل، چې د ماشومانو د زده کړې پر وړاندې خنډ نه شي او هغوى خپلو زده کړو ته پرېږدي.

 صافي د ښوونځيو کې د جديد الشمول زده کوونکيو په اړه هم معلومات ورکړل او ويې ويل، چې د تېر کال په پرتله په پراخه کچه هلکان او نجونې په ښوونځيو کې داخلېږي او دا لړۍ روانه ده.

 د کندهار د لرې او نږدې ولسواليو اوسېدونکي او قومي مشران هم د تېر په پرتله چمتو دي، چې په خپلو سيمو کې تړل شوي ښوونځي بيرته پرانيزي، خو پر حکومت نيوکه کوي، چې د ښوونځيو لپاره د ودانيو په جوړولو، کتابونو او درسي لوازمو په برابرولو او ښوونکو ته د معاشونو په رسولو کې پاتې راځي.

 د معروف ولسوالۍ يوه قومي مشر حاجي عبدالغفور خان پژواک اژانس ته وويل: ((د اوسني حکومت شا وخوا ١٢ کلونه تېرېږي، خو تر اوسه د دغې ولسوالۍ يو ښوونځى هم ودانۍ نه لري، له يوه کتاب څخه هم مهاله له ٥ تر ٦ زده کوونکو کار اخلي.))

 هغه زياته کړه، په دې وروستيو کې قوي مشرانو په معروف ولسوالۍ کې په داسې حال کې ٢١ ښوونځي بيرته پرانيستي او فعال ساتلي، چې هيڅ ودانۍ، کتابونه، قرطاسيه او نور مواد نه لري.

 نوموړي د پوهنې پر رياست نيوکه وکړه او ويې ويل، چې قومي مشران او د سيمې اوسېدونکي په ډېر کړاو ښوونځي پرانيستي ساتي، خو حکومت ښوونکو ته پنځه مياشتې وروسته هم معاشونه نه شي رسولاى.

 د پوهنې رئيس په ولسواليو کې د پوهنې پر وړاندې يادې شوې ستونزې مني، خو وايي، چې د دغه راز ستونزو د هواري په موخه يې د نوي ښوونيز کال له پيل سره جوخت پلانونه او طرحې جوړې کړې دي.

Views: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version