کندهار (پژواک، ٢٦ زمرى ٩٤): د کندهار ولايت د پوهنې رياست چارواکي وايي، د ١٣٩٤- ١٣٩٥ ښوونيز کال په درشل کې يې په کندهار ښار او ولسواليو کې د نوو زده کوونکو د شموليت لړۍ پيل کړې او تمه ده چې شاوخوا ٢٥ زره نجونې او هلکان به ښوونځيو ته داخل شي.
کندهار چې له ګرم سېر ولايتونو له ډلې دى، د اوړي له رخصتيو وروسته يې ښوونيز کال د وږي مياشتې په ١٦مه پيلېږي.
د کندهار د پوهنې رياست وياند نظرمحمد صميمي پژواک خبري اژانس ته وويل، د کندهار ښار او ولسواليو په ښوونځيو کې د نوو زده کوونکو د شموليت لړۍ سر له اوسه پيل شوې ده.
د ده په خبره، تمه ده چې سږ کال به ٢٥ زره نوي ماشومان ښوونځيو ته لاړ شي چې په دې سره به په کندهار کې د ټولو زده کوونکو شمېره شاوخوا ٢٩٠ زره تنو ته لوړ شي.
تېر کال په کندهار کې د ټولو زده کوونکو شمېر ٢٦٠ زره وو چې ٧٨ زره يې نجونې وې.
دى وايي، د نوي ښوونيز کال د پيل لپاره يې چمتووالى نيولى، خو ځينې ستونزې هم لري چې د پوهنې له وزارت څخه يې د حل غوښتنه لري.
د نوموړي په وينا، په کندهار کې اکثره ښوونځي ودانۍ نه لري چې ډېر يې په ولسواليو کې دي، خو اړوند وزارت ورسره ژمنه کړې چې د روان ښوونيز کال لپاره به د ٢٦ بابه ښوونځيو لپاره ودانۍ جوړې کړي.
دى وايي، د دې تر څنګ په کندهار ښار کې د ګڼو ښوونځيو ودانۍ ترميم ته هم اړتيا لري.
صميمي وويل، د لومړۍ دورې د زده کوونکو لپاره يې د کتابونو د کمښت ستونزه هواره کړې، خو د منځنۍ دورې (اووم، اتم او نهم ټولګيو) د زده کوونکو لپاره لا هم د کتابونو له کمښت سره مخ دي.
د ده په خبره، د منځنۍ دورې د زده کوونکو لپاره د کتابونو کمښت يوازې په کندهار کې نه دى، بلکې په مرکز کې هم کم دي، خو وزارت ژمنه کړې چې دغه ستونزه به هواروي.
په کندهار کې د تشکيل له مخې ٤٥٤ بابه ښوونځي شته، خو له دې جملې څخه ٣٠٧ ښوونځي فعال دي او ١٤٧ نور ښوونځي د ناامنيو او نورو ستونزو له امله تړلي دي.
صميمي وايي، د بندو ښوونځيو د نه پرانيستل کېدو تر ټولو لوى لامل د ښوونکو د تشکيل کمښت دى، چې دغه ستونزه د کندهار ښار په ښوونځيو کې هم شته.
هغه زياته کړه، د پوهنې رياست مسوولين هڅه کوي چې د ښوونکو د تشکيل کمښت پوره کړي او په ولسواليو کې د بندو ښوونځيو پرانيستلو ته لار هواره کړي.
خو ده وويل، په هغو ولسواليو کې چې ښوونځي يې تړلي دي، د ځينو مرستندويه موسسو په مرسته په کې د زده کړې سيمه ييز ټولګي پرانيستل شوي، چې نجونې او هلکان په کې زده کړې کوي.
دى وايي، دغلته د ښوونکو د کمښت تر څنګ ګڼ شمېر ښوونځي ودانۍ نه لري او دغه راز د کډوالۍ ستونزه هم ده چې د ناامنيو له امله د ډېرو سيمو اوسېدونکي کوچېدلي دي.
بل خوا د کندهار اوسېدونکي د پوهنې له رياست څخه غوښتنه کوي، چې د نوي ښوونيز کال تر پيل کېدو وړاندې دې د پوهنې په برخه کې شته ستونزې هوارې شي او پر کيفيت دې ډېر کار وشي.
د کندهار د ژيړۍ ولسوالۍ د سنځري سيمې يوه اوسېدونکي حاجي محمد دين پژواک خبري اژانس ته وويل، تر ټولو مهم کار دا دى چې اړوند مسوولين د ښوونيز کال له پيل کېدو مخکې د مسلکي ښوونکو او درسي کتابونو د کمښت ستونزه هواره کړي.
دى وايي، اوسمهال د ولسواليو په ښوونځيو کې د زده کړې د بهير کيفيت ډېر ټيټ دى، ګڼ ښوونځي ودانۍ نه لري، مسلکي ښوونکي نشته او دغه راز زده کوونکي هم تل د کتابونو له کمښت سره مخ وي.
د کندهار د ارغنداب ولسوالۍ د چارباغ سيمې اوسېدونکى فدا محمد هم وايي چې د پوهنې رياست دې دا ځل د نورو ستونزو د هواري تر څنګ په ښوونځيو کې د درسي بهير د ښه کېدو لپاره ډېر کار وکړي.
هغه پژواک اژانس ته وويل، په ولسوالي کې يې په تېر کې ٦ ښوونځي د ناامنيو له امله تړلي وو، خو په تېرو څو کلونو کې نه يوازې دغه ښوونځي بيرته پرانيستل شول، بلکې ٨ نوي ښوونځي هم په کې جوړل شول چې په دې سره اوس دغلته شاوخوا ٣٠ ښوونځي فعال دي.
دى وايي، يوازې د ښوونځيو فعال ساتل بسنه نه کوي، دولت ته په کار دي چې د بندو ښوونځيو د پرانيستل کېدو پر ځاى د فعالو ښوونځيو کيفيت ښه کړي.
د کندهار د پوهنې رياست مسوولين وايي، چې د پوهنې په بهير کې د اصلاحاتو او فساد د مخنيوي په موخه د ولايت مقام له خوا اصلاحي مشورتي جرګه ګۍ جوړه شوې چې په هرو پنځلس ورځو کې غونډې کوي.
دغه جرګه ګۍ د پوهنې د بهير د اصلاح او کيفيت د ښه کېدو په موخه تر مشورو وروسته لازم اقدامات تر سره کوي.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن