واشنګټن (پژواک ١٣ وږى ٩١): سپينې ماڼۍ ټينګار وکړ،چې په ٢٠١٤ کال کې افغان ځواکونو ته د امنيت د لېږد د پروسې تر بشپړېدو وروسته به هم امريکايي ځواکونه په افغانستان پاتې وي.
دغه څرګندونې د سپينې ماڼۍ وياند جي کارني پرون په واشنګټن کې د يوې خبري غونډې پر مهال وکړې.
هغه زياته کړه: ((د افغانستان په اړه زموږ تګلاره روښانه ده، افغان ځواکونو ته د امنيت د چارو د سپارلو لړۍ روانه ده او له افغانستان څخه د امريکايي ځواکونو د وتلو لړۍ ته به هم ادامه ورکوو.))
د نوموړي په وينا، دغه کار د ناټو د هغې ستراتيژۍ تاييد دى، چې غواړي تر ٢٠١٤ کاله پورې به د ټول افغانستان امنيتي چارې افغان ځواکونو ته وسپارل شي.))
هغه د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل، چې ولسمشر بارک اوباما هېڅکله نه دي ويلي، چې ټول سرتېري به له افغانستان څخه اوباسي.
د سپينې ماڼۍ وياند وويل، چې له ٢٠١٤ زېږديز کال وروسته به هم يو شمېر امريکايي ځواکونه په افغانستان کې پاتې وي او د امنيت په راوستلو کې به له افغان ځواکونو سره مرسته کوي.
د يادونې ده، چې تېره اونۍ په افغانستان کې د ناټو او امريکايي ځواکونو لوى قوماندان جنرال جان الن هم ويلي وو، چې تر ٢٠١٤ کال وروسته به هم امريکايي ځواکونه د امنيت په چارو کې د مرستې په موخه په افغانستان کې پاتې وي.
خو د دې کار لپاره امريکا او افغانستان پر يوه نظامي تړون کار کوي، سرچينې وايي، چې ډېر ژر به د دواړو هېوادونو ترمنځ په دې اړه خبرې اترې پيل شي.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن