غزني ښار (پژواک ۱۳ وږی ۹۱): چارواکي وايي، چې د غزني په مقر ولسوالۍ د وسلوالو طالبانو له خوا توغول شوو توغنديو درې ملکي وګړي وژلي او څلور نور ټپيان دي.
د غزني د والي وياند فضل محمد سباوون د وږي په ۱۳مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې تېره ورځ وسلوالو طالبانو څو توغندي د غزني د مقر ولسوالۍ پر مرکز توغولي، چې له امله يې يادو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله واوښته.
د هغه په وينا، توغندي ټول د يادې ولسوالۍ په بازار کې لګېدلي او د ولسوالۍ کارکوونکو ته په کې زيان نه دى اوښتى.
د سيمې اوسېدونکي هم ياده مرګ ژوبله مني او وايي، چې توغندي د وسلوالو طالبانو له لوري توغول شوي دي.
د مقر ولسوالۍ يوه اوسېدونکي لعل محمد، چې د دغې ولسوالۍ په بازار کې دوکان لري، پژواک اژانس ته وويل، چې تېره ورځ وسلوالو طالبانو د دې ولسوالۍ پر مرکز له لسو ډېر توغندي وتوغول، چې څلور يې په بازار کې ولګېدل.
نوموړي زياته کړه: ((ټولو خلکو منډې وهلې، ما په خپله وليدل چې درې تنه مړه وو او ټپيان مو د دې ولسوالۍ روغتون ته يووړل.))
د ده په خبره، په ټپيانو کې يو ماشوم هم شامل و، چې بازار ته په سودا اخيستلو پسې راغلی و.
وسلوالو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
د يادونې ده، چې څه موده وړاندې هم د غزني پر مقر ولسوالۍ وسلوالو طالبانو توغندي توغولي وو، چې له امله يې ١٠ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن