غزني ( پژواک ١٩ ليندۍ ٩٠) : د غزني امنيتي چارواکي وايي، چې په مقر ولسوالۍ کې د توغندويي بريد له امله اته ملکي وګړي ټپيان شوي دي.
د غزني د والي وياند حضرت محمد غزنوي نن د (ليندۍ ١٩) پژواک اژانس ته وويل، چې تېره ورځ ماسپيښين د مقر ولسوالۍ پر ودانۍ پنځه توغندي وويشتل شول، چې له امله يې اته تنه ملکي وګړي ټپيان شول.
نوموړى وويل، چې پرون پر دغې ولسوالۍ د توغنديو په بريد کې يو توغندى په سيمه کې د ګنج په نوم په بازار کې ولګېد، چې يې ملکي وګړو ته ځاني زيان واوښت.
د هغه په وينا، چې په دې بريدونو کې پوليسو او دولتي کارکوونکو ته زيان نه دى او ښتى او څلور نور توغندي په شاړو ځمکو کې لګېدلي دي.
د کورنيو چارو وزارت هم پژواک اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويلي، چې د وسله والو طالبانو په بريد کې اته ملکي وګړي ټپيان شوي دي.
د سرچينې په وينا، يو توغندى په سيمه کې د ملکي وګړو پر کور لګېدلى، چې ټپيان يې په سيمه کې پوليسو روغتون ته لېږدولي دي.
خو د غزني ولايت د مقر ولسوالۍ د سيمه ييزې شورا مشر محمد اکبر پژواک اژانس ته وويل، چې تېره ورځ ماسپيښين شاوخوا دوه بجې د ولسوالۍ له لوېديځ لور څخه پنځه د هاوان مرمۍ پر ولسوالۍ وويشتل شوې.
د هغه په وينا، د هاوان يوه مرمۍ د مقر ولسوالۍ په ګنج بازار کې ولګېده، چې له امله يې د پنځو ماشومانو په ګډون ١٧ تنه ټپيان شول.
نوموړي وويل، چې د پرونۍ پېښې يوولس تنه ټپيان د مقر روغتون ته وړل شوي، خو شپږ تنه يې، چې ټپونه يې ژور وو، کابل ته ولېږدول شول.
خو د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد بيا وايي، چې د دوى ملګرو په دې ولسوالۍ کې هېڅ توغندويي بريد نه دى کړى.
د مقر ولسوالۍ د غزني په نارامو سيمو کې شمېرل کيږي او د غزني د مرکز سوېل لور ته په شاوخوا ١١٠ کيلومترۍ کې پرته ده.
Views: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن