ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسمشر د دوربابا پېښه مسلمان وژنه وبلله

5 Sep 2012 - 16:05
5 Sep 2012 - 16:05

کابل (پژواک ١٥ وږى ٩١): ولسمشر حامد کرزي د ننګرهار د دوربابا د جنازې په مراسمو کې د ځانمرګي بريد پېښه مسلمان وژنه وبلله او دا يې يو ځل بيا په کلکه وغندله.

پرون د ننګرهار په دوربابا ولسوالۍ کې د جنازې پر مراسمو ځانمرګى بريد وشو، چې له امله يې ٢٥ کسان ووژل شول او نږدې ٧٠ نور ټپيان شوي وو.

د ځايي چارواکو په وينا، په ټپيانو کې د دوربابا ولسوال او د هغه ورور هم شامل دي او د ولسوال زوى په دې پېښه کې وژل شوى دى.

له ارګ څخه د وږي په ١٥مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ولسمشر حامد کرزي نن د دوربابا ولسوال حاجي همېشه ګل ته ټيلېفون وکړ، د هغه او نورو ټپيانو پوښتنه يې وکړه.

سرچينې زياته کړه، چې ولسمشر کرزي په دې ټيلېفوني اړيکه کې په ياده پېښه کې د وژل شوو کسانو کورنيو او ولسوالۍ سره غمشريکي او د ټپيانو د ژر رغېدا دعا يې وکړه.

ولسمشر دغه راز پر عامو خلکو مخ په زياتېدونکو بريدونو ژوره خواشيني څرګنده کړه، د دوربابا پرونۍ پېښه يې ټولوژنه او مسلمان وژنه وبلله.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، د دې ټيلېفوني اړيکې پر مهال د دوربابا ولسوال ولسمشر ته د يادې پېښې د څرنګوالي په اړه معلومات ورکړل.

ولسمشر حامد کرزي ويلي: ((د افغانستان او اسلام دښمنان په دا ډول ناوړه کړنو سره غواړي د افغانستان خلک تر فشار لاندې راولي، خو دوى بايد پوه شي چې دوى به هېڅکله خپلو شومو موخو ته ونه رسېږي.))

هغه زياته کړه، چې د مخالفينو په دا ډول کړنو سره د وطن او دين د خدمت پر وړاندې د افغانستان د خلکو اراده نوره هم پياوړې کوي.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې ولسمشر حامد کرزي د ملي دفاع وزارت ته دنده سپارلې چې د يادې پېښې کاري ټپيان کابل ته راوړي او د ننګرهار والي ګل اغا شېرزي ته يې ويلي، چې د پېښې د قربانيانو له کورنيو سره دې بېړنۍ مرستې وکړي.

Views: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version