ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ترينکوټ له روغتون سره د زرګونو سي سي وينې وړيا مرسته وشوه

6 Sep 2012 - 19:01
6 Sep 2012 - 19:01

 ترينکوټ (پژواک، ۱۶ وږی ۹۱): د اروزګان په  مرکز ترينکوټ کې د مدني ټولنې غړو او ګڼ شمېر ځوانانو د وينې بانک ته په ټوليز ډول لس زره سي سي وينه ورکړه.

 تېره ورځ د اروزګان د ترينکوټ ښار ته څېرمه د يوه واده د مراسمو پر مهال د ملکي وګړو د يوه موټر د چپه کېدو له امله يو ماشوم مړ او ۱۷ نور ژوبل شوي وو، چې د ترينکوټ مرکزي روغتون ته په رسېدو هغوی ته د وينې اړتيا پيدا شوه.

 د همدې اړتيا له مخې، نن د ترينکوټ د مدني ټولنې غړو او ګڼ شمېر ځوانانو له لوري لس زره سيسي وينه د ياد ولايت د مرکزي روغتون د وينې بانک ته وړيا ورکړل شوه.

 د اروزګان د عامې روغتيا رييس ډاکټر خان اغا مياخېل پژواک خبري اژانس ته وويل: ((دا لومړی ځل دی چې په دې ولايت کې په دومره ډېره کچه ځوانان راځي او د وينې له بانک سره د خپلو هېوادوالو د ژوند ژغورلو په موخه خپله وينه قربانوي.))

 د ده په وينا، هر روغ انسان بايد هرې درې مياشتي وروسته ٥٠٠ سي سي وينه ورکړي، ترڅو د سالم بدن څښتن او د لا ښې روغتيا څخه برخمن شي.

 مياخېل همدارنګه پر نورو کسانو هم غږ وکړ، چې د خپلو وطنوالو د ژوندي پاتې کېدو لپاره وينه ورکړي.

 د عطاءالله په نوم يو تن چې د وينې ورکولو پر بستر پروت و، پژواک اژانس ته وويل، دى ډېر خوښ دى چې د خپلو هېوادوالو لپاره وينه ورکوي.

 ده له نورو کسانو هم وغوښتل ، چې د ترينکوټ د وينې له بانک سره د وينې مرسته وکړي.

 د ترينکوټ ښار يوه بل اوسېدونکي عبدالمتين پژواک ته وويل: ((همدومره کولى شم چې د خپلې وينې په مرسته د يوه کس ژوند وژغورم، خو نوره نقدي مرسته مې له وسه نه کېږي.))

  څه موده مخکې د اروزګان د والي په مشرۍ د ټولو ادارو مسوولينو هم له دې بانک سره د خپلې وينې وړيا مرسته کړې وه.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version