ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د تېلو بيه ټيټه شوې

6 Sep 2012 - 16:02
6 Sep 2012 - 16:02

کابل ښار (پژواک ١٦ وږى ٩١): په کابل ښار کې نن د تېرې پنجشنبې په پرتله د ايراني او عربي سرو زرو بيه لوړه، خو د تېلو هغه ټيټه شوې ده.

د کابل ښار د مريم لېسې بازار د سرو زرو يوه پلورونکي عبدالبصير پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نن د تېرې پنجشنبې په پرتله د يو ګرام عربي سرو زرو بيه له ٢٣٠٠ افغانيو څخه ٢٤٠٠ افغانيو او د يو ګرام ايراني سروزرو بيه له ٢٠٠٠ څخه ٢٠٥٠ افغانيو ته لوړه شوې ده.

هغه په کابل ښار کې د سرو زرو بيې د لوړېدو لامل په نړيوالو بازارونو کې د هغې د بيې لوړېدل وبلل.

خو د کابل ښار د تايمني څلورلارې د تېلو ټانک يوه تېل پلورونکي صديق الله وويل، چې نن د وږي د نهمې نېټې په پرتله يو لېتر ډېزل له ٥٨ څخه ٥٦ افغانيو ته او د پټرولو له ٥٧ څخه ٥٦ افغانيو ته لوېدلې ده .

خو د اوبلن ګاز او سون لرګيو په بيه کې د تېرې پنجشنبې په پرتله بدلون نه دى راغلى.

نن هم د تېرې پنجشنبې په شان د کابل ښار په دوکانونو کې د يو کيلو اوبلن ګاز بيه له ٤٥ څخه تر ٥٠ افغانيو پورې ده.

همدارنګه د کابل ښار د درېيمې کارتې يوه لرګي پلورونکي محمدعلي وويل، چې نن د تېرې پنجشنبې په شان د يو خروار پوست لرونکي بلوط لرګيو بيه ٧٢٠٠ افغانۍ او د ارچې د يو خروار لرګيو بيه ٦٤٠٠ افغانۍ ده.

د لومړنيو خوراکي توکو په بيه کې هم بدلون نه دى راغلى.

د کابل ښار د خوراکي توکو د سوداګرو ټولنې د رييس فضل الرحمن د معلوماتو له مخې، نن د تېرې اوونۍ په څېر په عمده ډول د يوې پنځوس کيلويي بورۍ برازيلۍ بورې بيه ١٨٠٠ افغانۍ او د پنځوس کيلو لومړۍ سېله پاکستانۍ وريجو بيه ٣١٠٠ افغانۍ ده.

همدارنګه نوموړي زياته کړه، چې نن د تېرې پنجشنبې په شان يو پيپ پنځه کيلويي مومن غوړي په ٤٢٠ افغانۍ، يو کيلو تور افريقايي چاى په ٢٠٠ افغانۍ او يو کيلو شين اندونيزيايي چاى په ١٧٠ افغانۍ دى.

خو نوموړي وويل، چې د پنځوس کيلويي بورۍ پاکستاني اوړو بيه له ١٠٣٥ څخه ١٠٤٥ افغانيو ته لوړه شوې ده.

د ځينو توکو د پرچون او عمده پلور بيه په ځينو ځايونو کې زيات او په ځينو کې کم توپير لري.

د کابل ښار د تايمني د څلورم سړک يوه دوکاندار محمداکمل وويل، چې نن پنځوس کيلويي برازيلۍ بوره په ٢١٠٠ افغانۍ او پنځوس کيلو پاکستاني اوړه په ١٢٠٠ افغانۍ پلوري.

همدارنګه نوموړي زياته کړه، چې نن د پنځوس کيلويي پاکستانۍ سېله وريجو بيه ٣٧٠٠ افغانۍ، د يو کيلو تور افريقايي چاى بيه ٢١٠ افغانۍ، د يو کيلو شين اندونيزيايي چاى بيه ١٩٠ افغانۍ او د پنځه کيلو مومن غوړيو بيه ٤٦٠ افغانۍ ده.

 

د کابل ښار د شهزاده سراى د يوه صراف احمدشاه د معلوماتو له مخې، نن د يوه امريکايي ډالر د اخيستو بيه ٥١،٦٥ افغانۍ او د زر پاکستانۍ کلدارو بيه ٥٤٥ افغانۍ ده.

تېره پنجشنبې د يوه امريکايي ډالر د اخيستو بيه ٥١،٤٣ افغانۍ او د زرو پاکستانيو کلدارو د اخيستو بيه ٥٤٣ افغانۍ وه.

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version