ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

قومي مشران: طالبانو په ننګرهار کې پوستې جوړې کړي او عشر راټولوي

8 Sep 2012 - 15:04
8 Sep 2012 - 15:04

جلال اباد (پژواک ١٨ وږى ٩١): د ننګرهار يو شمېر قومي مشران او مخور وايي، چې وسلوال طالبان د دغه ولايت په شپږو ولسواليو کې د تلاشۍ پوستې جوړوي او له کروندګرو د ځمکو د حاصلاتو عشر ټولوي.

دغه څرګندونې قومي مشرانو په هغې غونډه کې وکړې، چې د جلال اباد ښار د کرزي په تالار کې د دوربابا د پېښې د قربانيانو د فاتحې او د شهيدانو اوونۍ په موخه جوړه شوې وه.

تېره اوونۍ په دور بابا کې د جنازې د لمانځه پر مهال ځانمرګي بريد کې ٢٥ تنه ووژل شول او تر ٦٥ زيات ټپيان وو.

د ننګرهار د حج او اوقافو رييس او د علماوو شورا مرستيال مولوي عبدالعزيز خيرخواه د يادې پېښې د فاتحې غونډې ته په وينا کې وويل، چې د دولت وسلوال مخالفين په ځينو ولسواليو کې ښکاره پاټکونه لري، خلک او وسايط تلاشي کوي او هم له خلکو څخه د حاصلاتو عشر غواړي.

هغه زياته کړه، چې په ولسونو کې د وسلوالو مخالفينو وېره دومره زياته شوې، چې د ماخوستن لمانځه لپاره جوماتونو ته نه ځي.

د اوقافو رييس وويل، چې د بټي کوټ، چپرهار، خوګياڼو، شېرزادو، پچيراګام او حصارک په ولسواليو کې وسلوال مخالفين د تلاشۍ پوستې لري.

د نوموړي په وينا، د تورخم-جلال اباد پر لويه لار د بټي ولسوالۍ په چاردهي او مشواڼيو سيمه کې هر ورځ مخ پټي وسلوال خلک ځوروي او موټر يې تلاشي کوي.

د اوقافو رييس په ننګرهار کې پراته بهرني ځواکونه تورن کړل، چې هر څه په رڼو سترګو ګوري او کله چې په نا امنو سيمو پروازونه کوي په خلکو کې وېره خوروي.

مولوي خيرخواه وويل، ولايتي اداره د امن په ټينګولو کې پاتې راغلې ده.

د ده په وينا، قومي مشران او علما دې د يوې سترې غونډې په ترڅ کې د دغسې خپلسرۍ د مخنيوي په موخه سره راټول شي.

د خوګياڼو د کوز بيار يوه قومي مشر رحمت الله پژواک ته وويل، چې د دغې ولسوالۍ د وزيرو په شمول په يو شمېر سيمو کې وسلوال مخالفين ثابت پاټکونه لري او له خلکو څخه ان د کوکنارو عشر هم ټولوي.

هغه زياته کړه، چې وسلوالو طالبانو څه موده وړاندې د هرې کورنۍ له مشرانو وغوښتل، چې د خپلو کروندو او کوکنارو عشر دې دوى ته ورکړي.

د خوګياڼو دغه اوسېدونکي وويل، د عشر په نه ورکولو طالبانو څوک نه دي ګواښلي.

د شينوارو د دوربابا ولسوالۍ قومي مشر ملک کوترخان پژواک ته وويل، سره له دې چې د دوى په ولسوالۍ کې وسلوال دومره فعال نه دي بيا هم په لرې پرتو غرنيو سيمو کې د خلکو کورونه تلاشي کوي او له حاصلاتو يې عشرونه اخلي.

د بټي کوټ ولسوالۍ يوه قومي مشر محب الله پژواک ته وويل، چې د تورخم-جلال اباد له لويې لارې دوه کيلومتره شمال لور ته په چاردهي سيمه کې وسلوال مخالفين د خلکو عشرونه راټولوي او د خلکو کورونه تلاشي کوي.

د شېرزادو يوه قومي مشر ملک رحمان الله شېرزاد وايي، چې د خوګياڼو ولسوالۍ په هاشم خېلو خوړ کې چې د شېرزادو او خوګياڼو ترمنځ پرته سيمه ده، وسلوال مخالفين د مسافرو موټر تلاشي کوي.

د ولايتي شورا يوه غړي ظابط اميرمحمد هم پژواک ته وويل، چې څو ورځې وړاندې د يوې قومي ستونزې هوارۍ په موخه د دره نور ولسوالۍ وايګل سيمې ته روان و، چې خبر شو وسلوالو مخالفينو د تلاشۍ پوسته جوړه کړې، بېرته له نيمې لارې را وګرځېد.

د ننګرها د والي وياند احمدضيا عبدالزي پژواک ته وويل، چې کشفي او امنيتي ارګانونو په دې اړه کوم رسمي راپور نه دى ترلاسه کړى چې ګويا وسلوالو پوستې جوړې کړې او له خلکو عشر راټولوي.

د والي وياند ومنله، چې له ځينو نا ارامو ولسواليو ورته خبرونه رسېدلي، چې وسلوال خلک ځوروي، تر دې چې د سيمې امامان د ملي اردو او پوليسو د وژل شوو سرتېرو جنازو ته نه پرېږدي.

د عبدالزي په وينا، د جنازو په اړه يې حج او اوقافو وزارت ته د څېړنې حکم کړى او وسلوال ځواکونه يې که په هره سيمه کې د مخالفينو خوځښتونه وويني، په ځپلو يې لاس پورې کوي.

په ياده غونډه کې والي ګل اغا شېرزي وړانديز وکړ، چې په سيمه کې د بشپړ امنيت، چاودنو او ځانمرګو بريدونو په موخه دې افغان دولت، د امريکا متحده ايالات او پاکستان يو تړون لاسليک کړي.

د يادونې ده، چې پورته يادې ولسوالۍ د ننګرهار تر ټولو نا امنې ولسوالۍ دي او وسلوال مخالفين په کې پراخ شتون لري.

Views: 2

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version