کابل ((پژواک،١٩وږى٩١): مشرانو جرګې پرېکړه وکړه،چې د بهرنيو چارو وزير ددې جرګې د نړيوالو چارو کمېسيون ته، د افغانستان د تجزيې په اړه د انګلستان د پارلمان د غړي د څرګندونو په اړه معلومات ورکړي.
سرنوشت ورځپاڼې د روانې مياشتې په ١٤مه ” تر ۲۰۱۴ كال وروسته د افغانستان د تجزيې پلان ” تر عنوان لاندې مضمون خپور کړ .
د مشرانو جرګې د وږي په ١٤مه په خپره شوې اعلاميه کې راغلي : (( په دې مضمون كې ليكل شوي ، چې د توبيازايل وود په نوم د انګلستان دپارلمان يوه غړي د افغانستان د وېشلو پلان ترتيب او د دغه هېواد پارلمان ته يې وړاندې كړى دى.د ياد شوي پلان مطابق ښاغلي ايل وود د ۲۰۱۴ كال وروسته افغانستان په اتو برخو داسې وېشل كيږي ،چې هره برخه به يې د جلا صدراعظم او خپلواك حكومت لرونكې وي او داروپايي هيوادونو څخه هر يو به يې د يادو برخو څخه ملاتړ كوي او خپلې پرمختيايي مرستې به دوى ته مبذولوي.))
په اعلاميه کې راغلي،چې که دغه پلان واقعيت ولري، نو مشرانو جرګه د افغانستان ددولت له مشرتابه څخه غواړي، تر څو له ديپلوماتيكو لارو د انګلستان حکومت او پارلمان پاملرنه د داسې کړنو مخنيوي ته راواړوي.
په مشرانوجرګه کې د فراه استازي ګل احمد اعظمي نن د دې جرګې په عمومي غونډه کې همدې مضون ته په اشارې وويل ، چې افغانستان يو واحد ملت دى او هيڅوک نشي کولى ، چې دغه هېواد د ژبې ،قوم او يا هم سمت په نوم ووېشي .
دده په باور ، انګرېزان ځکه دا ډول څرګندونې کوي ، چې په اند يې افغانانو خپل تاريخ هېر کړى او اوس د ازادۍ د بېرته اخيستو ورځ هم نه نمانځي.
افغانستان د شاه امان الله خان په مشرۍ په ١٢٩٨هـ ش کال له انګريزانو بېرته د هېواد خپلواکي واخيسته . پخوا به دغه ورځ په ډېرو شاندارو مراسمو نمانځل کېده ، خو اوس دغه مراسم ډېر کمرنګه شوي دي .
په ولسي جرګه کې د سکهـانو استازې انارکلي هنريار هم په سرنوشت کې خپاره شوي مضمون ته په اشارې وويل ، انګلستان په پام کې لري ، چې تر ٢٠١٤ کال وروسته افغانستان په اتو ايالتونو ووېشي .
ددې په وينا، سره له دې ، چې په افغانستان کې ډير داسې خلک ژوند کوي، چې د ژبې ، دين او کولتور له پلوه يو له بل سره توپير لري ، خو ټول يو ملت دى او هيچاته به اجازه ورنکړي ، چې دغه واحد هېواد ووېشي.
انارکلي زياته کړه : ((څوک ، چې د افغانستان د تجزيې پلان لري له ځانه سره به يې ګور ته يوسي.))
په مشرانو جرګه کې د زابل استازى ډاکټر زلمى زابلى وايي ، حکومت بايد جدي څېړنې وکړي او معلومه کړي ، چې د افغانستان د تجزيې کومې خبرې چې چا کړي په کومه کچه کې دي .
هغه زياته کړه: ((موږ اول بايد دغه کس معلوم کړو ، چې واقعاً د پارلمان غړى دى او کنه ؟ که چيرې د پارلمان غړى نه وي او هسې کوم اوباش وي، ضرور نده ، چې موږ ورسره ځان مواجه کړو.))
دى وايي پوره باور لري ، چې هيڅوک نشي کولى افغانستان تجزيه کړي، ځکه چې افغانان نه بېلېدونکي خلک دي .
د مشرانو جرګې رييس فضل هادي مسلميار وويل ، چې افغانستان يو موټى هېواد دى او انګرېزان حق نه لري ، چې د افغانستان په اړه دغه شان څرګندونې وکړي .
مسلميار وويل ،چې د افغانستان د بهرنيو چارو وزير دې د مشرانو جرګې د نړيوالو چارو کمېسيون ته ورشي او په دې اړه دې معلومات ورکړي.
د جرګې غړيو د لاسونو په پورته کولو سره د مسلميار دا څرګندونې تاييد کړې.
بلخوا د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت ويلي، څوک چې د افغانستان د تجزيې موضوع مطرح کوي، هغوى سالم عقل او فکر نه لري او دا هېڅ منطقي خبره نه ده.
د ياد شوي وزارت وياند ويلي ،چې دا د افغانستان د تجزيې طرحه د احمقانو خبره ده.
دغه راز د مشرانو جرګې يو شمېر غړيو ويل ، هغه کسان بايد د قانون منګولو ته وسپارل شي ، چې د شهيد اوونۍ په لومړۍ ورځ يې خلکو ته په کابل ښار کې ستونزې پيدا کړې .
تېره ورځ وروسته له هغه وسلواله شخړه رامنځته شوه او دامنيتي ځواکونو په ګډون يو شمير ګسانو ته په کې مرګ ژوبله واوښته ، چې د پل سوخته په سيمه کې د احمدشاه مسعود د مرګ د کاليزې په موخه د روان کاروان يوه موټر يوتن ټپي کړ.
د مشرانو جرګې رييس فضل هادې مسلميار وويل ،چې تېره ورځ يوشمېر کوڅه ډبي لارو او کوڅو ته د شهيد د اوونۍ په مراسمو کې د ګډون په نوم وتلي و .
هغه د جرګې دفاعې چارو کمېسيون ته دنده ورکړه ، چې له امنيتي مسوولينو سره يوځاى ياد شوي کسان پيدا کړي او د قانون منګولو ته يې وسپاري .
Visits: 2
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن