ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

برېتانيا: د افغانستان د وېش طرحه د اېلووډ شخصي نظر دى

10 Sep 2012 - 12:32
10 Sep 2012 - 12:32

کابل ښار (پژواک ٢٠ وږى ٩١): په کابل کې د برېتانيا سفارت وايي، چې د افغانستان د تجزيې په اړه د دغه هېواد د پارلمان د يوه غړي راپور، د هغه شخصي نظر دى او د برېتانيا د دولت د نظر ښکارندويي نه کوي. د برېتانيا په پارلمان کې د تبياس اېلووډ په نوم يوه وکيل په خپل يو راپور کې، چې په يو شمېر لوېديځو رسنيو کې خپور شوى، د افغانستان د وېش لپاره د سي پلان په نوم يوه طرحه وړاندې کړې، چې له مخې يې افغانستان په اتو زونونو وېشل کېږي. نوموړي په خپل راپور کې د بن لومړى کنفرانس د اې پلان بللى او د سي پلان لپاره يې ٢٠١٤ کال په نظر کې نيولى دى. د ده په نظر، د افغانستان اوسنى سياسي جوړښت بايد بدلون وکړي او په اتو زونونو ووېشل شي، چې دا زونونه به د يوې شورا له خوا چې د بېلابېلو قومونو د استازو څخه جوړه وي، اداره کېږي. د ده په باور، په هر زون کې بايد يو يا څو بهرني هېوادونه مستقم نفوذ ولري. په کابل کې د برېتانيا سفارت له مطبوعاتي دفتره د وږي په ٢٠مه پژواک اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په کابل کې د دوى سفارت د هغه راپور په اړه، چې د برېتانيا د پارلمان يوه غړي تبياس اېلووډ له خوا د ٢٠١١ کال په اګست مياشت کې برابر شوى و، خبر دي. د سرچينې په وينا، لکه څنګه چې اېلووډ په خپل راپور کې دغه موضوع ته اشاره کړې، د ده نظر د برېتانيا د دولت د دريځ ښکارندوى نه دى. خبرپاڼه کاږي، چې د برېتانيا دولت دغه واقعيت درک کوي، چې د افغانستان راتلونکى د دغه هيواد د اساسي قانون له مخې، په بشپړ ډول په افغان دولت او افغانانو پورې اړه لري. سرچينه وايي: ((په کابل کې د برېتانيا سفارت مسوولين له ټولو رسنيو غواړي، چې د دغه ډول جنجال پاروونکو راپورونو له خپرېدو مخکې د کره معلوماتو په موخه زموږ د سفارت له مطبوعاتي څانګې سره په اړيکه کې شي.)) د يادونې ده، د مشرانو جرګې تېره ورځ پرېکړه وکړه، چې د بهرنيو چارو وزير دې د دې جرګې د نړيوالو چارو کمېسيون ته د افغانستان د تجزيې په اړه د برېتانيا د پارلمان د غړي د څرګندونو په اړه معلومات ورکړي. همدارنګه د بهرنيو چارو وزارت وايي، څوک چې د افغانستان د تجزيې موضوع مطرح کوي، هغوى سالم عقل او فکر نه لري او دا هېڅ منطقي خبره نه ده. د بهرنيو چارو وزارت وياند جانان موسى زي پرون (د وږي ١٩مه) په يوه خبري ناسته کې وويل، چې افغان ملت په تېرو څو پېړيو کې له خپل ملي حاکميت، خپلواکۍ او ځمکنۍ بشپړتيا څخه هر وخت د وينو په بدل کې ننګه کړې ده. د هغه په وينا، په تېرو لسو کلونو کې دوى په دې توانېدلي، چې د افغانستان د خلکو لپاره تاريخي لاسته راوړنې ولري او ملي يووالى ثابت وساتي. نوموړي زياته کړه: ((په ډېر تاسف سره، چې نړۍ اوس هم له احمقو خلکو څخه خالي نه ده، دغه موضوع چې چا ياده کړې، هېڅ منطقي نه ده او له رسنيو هم هيله کوم، چې جدي يې ونه نيسي.))

Views: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version