ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کورنيو چارو وزير پوليس سمتي او تنظيمي وبلل

4 Dec 2012 - 16:22
4 Dec 2012 - 16:22

کابل (پژواک ١٤ لېندۍ ٩١): د کورنيو چارو وزير وايي، د افغانستان پوليس “سمتي او تنظيمي” پوليس دي، خو ده يې د ملي کولو هڅې پيل کړې دي.

د کورنيو چارو وزير ستر پاسوال مجتبى پتنګ نن د مشرانو جرګې عمومي غونډې ته په هېواد کې د امنيتي حالاتو د کابو کولو د پلانونو په اړه د معلوماتو ورکولو پر مهال وويل، تنظيمي او سمتي پوليس له نورو وزيرانو څخه ده ته په ميراث پاتې دي.

پتنګ، چې له شاوخوا دوو مياشتو راهيسې د کورنيو چارو د وزير په توګه کار کوي، زياته کړه: “په يو ولايت کې يو څوک جرم کوي، خو پوليس يې نه نيسي او يا يې که ونيسي بېرته يې خوشې کوي، دا خپله د سمتي او تنظيمي پوليسو نښه ده.))

هغه په دې اړه نور جزئيات ورنه کړل او زياته يې کړه، چې ده د پوليسو د ملي کولو لپاره منظم ستراتيژيک پلان جوړ کړى دى.

پتنګ په افغانستان کې د پوليسو شمېر ١٥٧زره تنه ياده کړ او ويې ويل، چې د دغه شمېر پوليسو ملي کول پوره وخت ته اړتيا لري.

دى وايي، په پام کې لري چې تر منظم ريفورم او اصلاحاتو وروسته، د يوه ولايت پوليس بل ولايت ته تبديل کړي، ترڅو په افغانستان کې د سمتي پوليسو د شتون مخه ونيول شي.

د ده په وينا، د خلکو او پوليسو ترمنځ واټن پيدا شوى، خو د دغه واټن د لرې کولو لپاره به د دغه وزارت په راتلونکي تشکيل کې د ملکي پوليسو اداره رامنځته کړي.

د کورنيو چارو وزير وايي، چې د راتلونکي کال په لومړيو کې به په ټولو ولايتونو کې د ملکي پوليسو نوې ادارې جوړې کړي.

هغه وايي، چې په دې ادارو کې به د ښځينه او نارينه پوليسو ترڅنګ ملا امام، قومي مشر او د ګذر وکيل موجود وي، ترڅو ټول خلک وکولاى شي په اسانه او له وېرې پرته پوليسو ته لاسرسى پيدا کړي.

هغه وايي، چې د ده د پلان له مخې به په راتلونکي کې پوليس يواځې ډنډه او ولچک لري او درنه وسله به يې تومانچه وي.

ده زياته کړه: ((دا مهال زموږ ډېرى خلک نه شي کولاى، چې پوليسو ته مراجعه وکړي او خپل شکايت ثبت کړي؛ هغه ځکه چې د پوليسو په اوږه يا راکټ وي، يا کلاشينکوف اويا هم کومه بله وسله.))

پتنګ وايي، په افغانستان کې جګړه په داسې حال کې پر پوليسو تپل شوې، چې په ټوله نړۍ کې پوليس د قانون پلي کوونکي دي او په جګړه کې برخه نه اخلي.

ده مشرانو جرګې ته په خبرو کې وويل، سره له دې چې په ځينو سيمو کې سيمه ييزو پوليسو ښه پايله درلوده، خو دى له سيمه ييزو پوليسو سره موافق نه دى او غواړي چې پوليس ټول ملي وي.

د کورنيو چارو وزير وويل، چې له بهرنيو ځواکونو افغان لوري ته د امنيتي مسووليتونو د لېږد پروسه د يوه منظم پلان له مخې نه ترسره کېږي.

هغه زياته کړه: ((د کومې سيمې امنيت چې افغان ځواکونو ته سپارل کېږي، هغه بايد له هره اړخه مطالعه شي، په دې نه کېږي چې د بهرنيو بيرغ ښکته او پر ځاى يې د افغانستان بيرغ پورته کړه.))

د پتنګ د څرګندونو له مخې، د هرې ولسوالۍ د امنيتي چارو تر لېږد مخکې بايد د ولسوالۍ امنيتي حالت ته په کتو د امنيتي ځواکونو د ځاى پر ځاى کېدو د څرنګوالي او شمېر پلان جوړ شي.

د کورنيو چارو وزير د مشرانو جرګې د يو شمېر غړو له پوښتنو سره هم مخ شو.

د مشرانو جرګې د دفاعي چارو کمېسيون مشر محمدامين ساپي وويل، چې د هېواد په ځينو سرحدي سيمو کې پاکستان او ايران له صفري نقطو څخه وړاندې راغلي دي.

پتنګ وويل، کېداى شي چې په ځينو سيمو کې ګاونډي هيوادونه له سرحد نه وړاندې راغلي وي، خو د سرحدي پوليسو د قوماندانۍ او د سرحدونو او قبايلو وزارت يو ګډ پلاوى ټاکل شوى، څو د افغانستان د سرحدونو په اړه کره څېړنه وکړي.

هغه زياته کړه، چې د ياد پلاوي تر پلټنې وروسته به د سرحدونو په اړه تصميم نيول کېږي.

دغه راز په مشرانو جرګه کې د نورستان استازي حافظ عبدالقيوم وويل، سره له دې چې هره ورځ پوليس قرباني ورکوي، خو دى اسناد لري، چې يو شمېر لوړ پوړي پوليس په اداري فساد کې لاس لري.

 پتنګ هم دا ومنله، چې د کورنيو چارو وزارت په ګډون د دولت په ډېرو برخو کې اداري فساد شته، خو زياته يې کړه، چې له اداري فساد سره يې جدي مبارزه پيل کړې او په دې برخه کې همکارۍ ته اړتيا لري.

 هغه وويل، چې په تېرو دوو مياشتو کې يې اتلس پوليس د ادارې فساد په تور څارنوالۍ ته معرفي کړي دي.

په مشرانو جرګه کې د کابل استازي خالقداد بلاغي وويل، چې د هېواد د ډېرو ولايتونو لوىې لارې نا امنه شوي او خلک نه شي کولاى، چې په اسانه له يو ولايت څخه بل ته سفر وکړي.

پتنګ وويل، په پام کې لري، چې د لويو لارو د امنيت د ټينګښت لپاره د ملي دفاع وزارت په همغږۍ يو منظم پلان په نږدې راتلونکي کې جوړ او پلى کړي.

له پتنګ څخه، د مشرانو جرګې شاوخوا ٤٠ غړو د ولايت، ولسوالۍ او ان کليو د امنيت په کچه پوښتنې وکړې.

د دې جرګې رييس فضل هادې مسلميار وويل، چې د کورنيو چارو وزير به د يادو پوښتنو ځوابونه په کتبي ډول جرګې ته واستوي.

 مجتبى پتنګ په تېرو څه باندې دوو مياشتو کې تر اوسه اتلس ځلې د کورنيو چارو د وزير په توګه د ولسي او مشرانو جرګې عمومي او د کمېسيونونو غونډو ته غوښتل شوى دى.

 

 

 

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version