اسعداباد (پژواک ٢١ وږى ٩١): په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړى استازى يان کوبېش وايي،پر کونړ د پاکستاني ځواکونو د توپچي بريدونو موضوع به د ملګرو ملتونو د امنيت شورا غړو هېوادونو ته ورسوي.
نوموړي دغه څرګندونې نن (د وږي ٢١مه) کونړ ولايت ته د سفر پر مهال په اسعداباد ښار کې د يوې خبري غونډې پر مهال وکړې.
يان کوبېش وويل، چې د کونړ پر سرحدي سيمو د پاکستاني ځواکونو د توغنديزو بريدونو مسئله به د ملګرو ملتونو د امنيت شورا غړو هېوادونو ته ورسوي او ملګري ملتونه به د دغو بريدونو د مخنيوي لپاره خپل ټول وس وکاروي.
هغه په دې خبري غونډه کې په کونړ کې د خپل سيمه ييز دفتر د بندېدو خبر ورکړ، خو د دفتر د تړلو لامل يې په ګوته نه کړ.
د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي وويل، چې د دوى د دفتر تړل به په دې معنا نه وي چې کونړ به هېروي بلکې زياته يې کړه، چې د ختيځ زون په کچه به له ننګرهار ولايت څخه خپلې چارې د پخواپه څېر پر مخ وړي.
د کونړ والي سيد فضل الله وحيدي يادې غونډې ته په خپله وينا کې وويل، چې د پاکستاني ځواکونو پرله پسې توپچي بريدونو د سيمې خلک اندېښمن کړي دي.
هغه د ملګرونو ملتونو له استازي يې د دغو بريدونو د مخنيوي لپاره د مرستې غوښتنه وکړه.
دا په داسې حال کې ده، چې اوس د کونړ پر سرحدي سيمو د پاکستاني ځواکونو پرله پسې توغنديز بريدونه دوام لري او د مسوولينو په وينا، په تېرو ٢٤ ساعتونو کې پر دانګام ولسوالى ٩٣ توغندي د پاکستاني ځواکونو له خوا ويشتل شوي چې خلکو ته يې مالي زيانونه اړولي دي.
له تېرو پنځو مياشتو راهيسې پر دغه ولايت د پاکستان د بريدونو له امله شاوخوا ٥٠ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې او يو نيم زر کورنۍ کډوالې شوې دي.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن