ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د نيپال په سيالۍ کې د افغانستان ښځينه فوټبال لوبـډله د مخکې تګ چانس لري

12 Sep 2012 - 11:11
12 Sep 2012 - 11:11

کابل ( پژواک، ٢٢ وږى ٩١ ) : که څه هم د نيپال د ښځو د فوټبال لوبډلې د افغانستان ښځينه لوبډلې ته ماتې ورکړه، خو افغان لوبډله اوس هم ددې سياليو دويم پړاو ته د لار موندنې زيات چانس لري.
د سارک هېوادونو اړونده د ښځينه فوټبال لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ د وږي په ١٧مه، د سريلانکا په پلازمېنه کولمبو کې پيل شوې دي.
د افغانستان د ښځينه فوټبال لوبډلې مسوول صبور ولي زاده د وږي په ٢٢مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نن دافغانستان او نيپال ترمنځ لوبه ترسره شوه.
هغه زياته کړه ، چې د نيپال ښځينه لوبډلې خپل افغان سيال ته د يوه په مقابل کې په اوو ګولونو ماتې ورکړه.
نوموړى وايي، چې ددې لوبې په لومړۍ برخه کې افغانستان يو او د نيپال لوبډلې درې ګولونه وهلي وو، خو په دويمه برخه کې نيپال څلور نور ګولونه هم ووهل.
د ولي زاده په وينا، د افغانستان له لوري يواځينى ګول د لوبې په ٤٢مه، دقيقه کې د مرجان په نامه لوبغاړې وواهه.
د ښځو د لوبډلې مسوول وايي، چې له دې ماتې سره هم افغانستان په خپل ګروپ کې له څلورو نومرو سره په دويم مقام کې ځاى لري، نيپال نهو نومرو سره په لومړي مقام کې دى.
د هغه د معلوماتو له مخې، مالديپ له يوې نومرې سره په درېيم او پاکستان د هېڅ نومرې په درلودلو سره په څلور او وروستي مقام کې ځاى لري.
صبور ولي زاده وايي ، چې که نن په بله لوبه کې پاکستان له مالديپ څخه لوبه وګټله، نو ګټه يې افغانستان ته رسيږي او افغانستان به دويم پړاو يا سيمې فاينل ته لاره پيدا کړي.
خو دهغه په وينا، که چېرې مالديپ وګټي، نو افغانستان سره يې نومرې مساوي کېږي، بيا به ددواړو هېوادونو د لوبډلو د ګولونو اوسط ته کتل کېږي، چې کومې لوبډلې ډېر ګولونه وهلي او څومره ګولونه يې خوړلي دي، د هر چا چې اوسط ښه و، هغه بل پړاو ته لاره پيدا کوي.
د فوټبال يوتن لوبغاړى او کارپوهه هادي کاظمي وايي، چې د مالديپ او پاکستان لوبډلې يو ډول دي او کېداى شي چې لوبه يې مساوي پاتې شي او يا هم په کوم توپير سره له يوه بل څخه لوبه وګټي.
د هغه په وينا، په دواړو صورتونو کې ګټه افغانستان ته رسيږي او دويم پړاو ته دافغانستان د ښځينه فوټبال لوبډلې د رسېدو چانس ډېر دى.
په بل ګروپ کې هندوستان، سريلانکا، بنګله دېش او بوټان دي، له دې ګروپ څخه هندوستان او سريلانکا دويم پړاو ته لاره پيدا کړې ده.
افغانستان که چېرې دويم پړاو ته لاره پيدا کړه، نو له هندوستان سره به لوبه ترسره کوي.

Views: 51

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version