ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د هندوستان نجونو دافغانستان د نجونو فوټبال لوبډلې ته ماتې ورکړه

14 Sep 2012 - 11:11
14 Sep 2012 - 11:11

کابل (پژواک ۲۴ وږى ٩١): د سوېلي اسيا هېوادونو د سازمان (سارک) د ښځينه فوټبال په سياليو په نیمه پای لوبه کې هندوستان افغانستان ته په ماتې ورکولو سره ددې سیالیو پای لوبې ته لاره پیدا کړه.

د سارک هېوادونو اړوند د ښځينه فوټبال لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ د وږي په ١٧مه د سريلانکا په پلازمېنه کولمبو کې پيل شوې دي.
د افغانستان د ښځينه فوټبال لوبډلې مسوول صبور ولي زاده د وږي په ۲۴ مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دافغانستان د نجونو لوبډلې په خپل ګروپ کې دویم مقام ترلاسه کولو سره نیمه پای لوبې ته لاره موندلې وه.

هغه زیاته کړه چې نن  په نیمه پای لوبه کې هندوستان د افغانستان نجونو لوبډلې ته ۱۱ په صفر ماتې ورکړه او پای لوبې ته یې لاره پیدا کړه.

د نوموړي په وینا، ددې لوبې په لومړۍ نیمه برخه کې هندوستان څلور ګولونه وهلي وو، خو د لوبې په وروستۍ برخه کې یې اوه نور ګولونه هم ووهل.

ولي زاده وایي چې دافغانستان نجونو په دې بریالۍ نه شول چې کوم ګول ووهي او دغه راز لوبه د هندوستان په بریا پای ته وسیده.

له دې مخکې  د ګروپي سياليو په پاى کې نيپال په نهو نومرو سره لومړى، افغانستان په څلورو نومرو سره دويم، پاکستان په درېيو نومرو سره درېيم او مالديف په يوې نمرې سره په څلورم او وروستي مقام کې ځاى  درلود.
افغانستان په دې سیالیو کې له نیپال هم ماتې خوړلې وه، خو له پاکستان یې ګټلې وه او له مالدیف سره یې لوبه مساوي پای ته رسیدلې وه.

د فوټبال يوه لوبغاړي او کارپوه هادي کاظمي د نجونو د فوټبال لوبډلې ستاينه وکړه او ويې ويل، چې په دغو سياليو کې يې تر پخوا ښه لوبه وکړه.
هغه د نيمه پاى لوبې لوبه سخته وبلله او ويې ويل، چې د هند لوبډله ډېره پياوړې ده او په دغو سياليو کې يې خپلې درې واړه لوبې ګټلې دي.

Views: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version