ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

لسګونه ميله سپکې او درنې وسلې ډاياګ ته وسپارل شوې

13 Sep 2012 - 16:31
13 Sep 2012 - 16:31

خوست ښار (پژواک ٢٣ وږى ٩١): په خوست کې ١١٥ ميله سپکې او درنې وسلې د يو لړ مراسمو په ترڅ کې ډاياګ پروګرام ته وسپارل شوې.
دغه وسلې چې نن (د وږي ۲۳ مه) په خوست کې د ملي اردو او ملي پوليسو د بېلابېلو عملياتو په ترڅ کې نيول شوې وې، د يو لړ مراسمو په ترڅ کې ډاياګ ته وسپارل شوې.
په دغو وسلو کې ۸۲ ملي متري توپونه، ار پي جي راکټونه، کلاشينکوفونه، تومانچې، يوولس ډزي او پنځه ډزي ټوپک شامل دي.
په خوست کې د ۲۰۳ تندر قول اردو د لومړۍ لوا قوماندان بريد جنرال محمدناصر هدايت پژواک اژانس ته وويل، چې يادې ۱۱۵ بېلابېلې وسلې يې ځواکونو په خوست کې د عملياتو پر مهال ترلاسه کړې دي.
د هغه په وينا، يو شمېر يې د دولت له وسلوالو مخالفينو د جګړې پر مهال او ځينې نورې يې د چاڼيزو عملياتو پر مهال له ملکي خلکو راټولې کړې دي.
د خوست والی عبدالجبار نعيمي د يادو وسلوالو د سپارلو پر مهال وويل، چې د وسلو راټولول او بيا يې د ډاياګ پروګرام ته سپارل، د سولې له پروسې سره ډېره مرسته کولای شي.
ده زياته کړه، له کله چې په خوست کې د وسلو راټولولو لړۍ پيل شوې، ډېر امن راغلی او هغه ولسوالۍ، چې وسلې يې ډاياګ ته سپارلې دي، د سولې په نوم نومول شوي او د بيارغونې پروژې په کې روانې دي.
د يادونې ده، له کله نه چې په خوست کې د ډاياګ پرواګرام پيل شوی، شاوخوا دوولس سوه ميله بېلابېل ډوله سپکې او درنې وسلې دغه پروګرام ته سپارل شوې دي.

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version