ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په غزني کې د ترافيکي پېښې له امله ٥٣ تنه مړه شول

14 Sep 2012 - 13:12
14 Sep 2012 - 13:12

غزني ښار (پژواک ۲۴ وږی ۹۱): په غزني کې د کابل _ کندهار پر لويه لار د موټرو د ټکر له امله ٥٣ تنه مړه او ٥ تنه نور ټپيان شوي دي .

د غزني امنيه قوماندان زړور زاهد د وږي په ۲۴ مه پژواک اژانس ته وويل، چې نن شاوخوا ۹ بجې د کابل – کندهار پر لويه لاره د غزني د اب بند ولسوالۍ اړونده سيمه کې د يو ټېلر او ۳۰۳ مسافر وړونکي موټر ترمنځ ټکر وشو.

د هغه په وينا، په ۳۰۳ موټر کې ۵۶ تنه ناست وو، چې ٥١ تنه يې مړه شوي او پنځه تنه نور په کې ټپيان شوي دي، چې ټپيان د درملنې په موخه د غزني ملکي روغتون ته وړل شوي دي.

نوموړي زياته کړه، چې د ټپيانو روغتيايي حالت هم نازک دى.

زاهد وايي، چې د ټېلر چلوونکى او کلينر يې دواړه مړه شوي دي.

د غزني ولايت د ترافيکو مدير محمدالله احمدي وايي، چې پېښه د ٣٠٣ موټر د ګړندي تګ له امله رامنځ ته شوې ده.

د هغه د معلوماتو له مخې، دغه موټر په احمدشاه ابدالي ترانسپورټ پورې اړه درلوده.

احمدي وايي، د غزني ترافيک هڅه کوي، چې ژر يو قانون ترتيب کړي، چې له مخې يې بايد د موټرو د ګړندي تګ حد وټاکل شي.

هغه زياتوي: ((موږ پر يوه قانون کار کوو، ترڅو ټولو موټرو ته وخت وټاکو، چې له کابل څخه بايد په څو دقيقو کې غزني ښار ته ورسيږي او که له هغه څخه وړاندې ورسېد، نو جريمه به يې کړو.))

د محمد رحيم  په نوم د ملي اردو يو تن سرتېري او د پېښې عيني شاهد وايي، چې ټېلر او ٣٠٣ موټر دواړه ډېر ګړندي روان وو.

هغه وايي، چې ٣٠٣ موټر د ټېلر لاس ته واوښت، چې له امله يې ياده پېښه رامنځ ته شوه.

دى وايي، چې په دواړو موټرو کې اورلګېدلى و، خو دوى داسې وسايل نه درلودل، چې بل شوى اور مړ کړي.

Views: 2

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version