غزني ښار (پژواک ۱۸ لېندۍ ۹۱): د کابل-کندهار پر لويه لاره، د غزني د اب بند ولسوالۍ اړوند د ټېلر او ٣٠٣ ډوله موټر د ټکر له امله ۱۴ تنه ټپيان شوي دي.
د غزني امنيه قوماندان زړور زاهد د لېندۍ په ١٨مه پژواک اژانس ته وويل، چې ياده پېښه نن له غرمې مخکې شاوخوا لس بجې رامنځ ته شوه، چې له امله يې ١٤ تنه ټپيان شول.
نوموړي دغه ټکر د موټر چلوونکو بې احتياطي وبلله او زياته يې کړه، چې د پېښې ټپيان د امنيتي ځواکونو له خوا روغتون ته وړل شوي دي.
د غزني د ملکي روغتون مشر ډاکتر بازمحمد همت هم پژواک اژانس ته وويل، چې له يادې پېښې ورته ۱۴ ټپيان ور وړل شوي دي.
د هغه په وينا، چې ټپيان شوي ټول نارينه دي، خو د څلورو يې روغتيايي حالت نازک دى.
د پېښې يوه عيني شاهد محمدعالم پژواک اژانس ته وويل، چې دغه پېښه د اب بند ولسوالۍ د لاندي خېلو په سيمه کې رامنځ ته شوه.
نوموړي زياته کړه، چې ټکر د ۳۰۳ موټر چلوونکي د بې احتياطۍ او ګړندي تګ له امله رامنځ ته شو.
د يادونې ده، د روان کال په اوږدو کې دا څويم ځل دى، چې د کابل-کندهار پر لويه لاره دغه ډول پېښې رامنځ ته کېږي او په کې لسګونه خلکو خپل ژوند له لاسه ورکړى دى.
Views: 2
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن