ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د هېواد ملي لوبډلې په کرکټ سياليو کې سريلانکا ته ماتې ورکړه

15 Sep 2012 - 11:56
15 Sep 2012 - 11:56

کابل  (پژواک ٢٥ وږى ٩١): د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د شل اووريز نړيوال جام د تياريو په لړ کې نن د کوربه هېواد سريلانکا الف لوبډلې ته لويه ماتې ورکړه.

د نړۍ د دوولسو پياوړو لوبډلو په ګډون د کرکټ شل اووريز نړيوال جام، ټاکل شوې چې د وږي په ٢٨مه په سريلانکا کې پيل شي.

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله نن د کوربه هېواد سريلانکا له الف لوبډلې سره لوبه وکړه او په لوى توپير سره يې دغه سيالي وګټله.

د کرکټ د ملي لوبډلې مدير شفيق الله ستانکزي له کولمبو څخه د ټيلېفون پر ليکه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د دې شل اووريزې لوبې پچه د سريلانکا الف لوبډلې وګټله، خو لومړى يې افغانستان ته د بيټنيګ بلنه ورکړه.

هغه زياته کړه، چې که څه هم د افغانستان دوه لوبغاړي په لومړي اوور کې ژر ژر وسوځېدل، خو شهزاد محمدي او اصغر ستانکزي ډېره ښه لوبه وکړه او د ملي لوبډلې منډې يې تر ١٠٠ زياتې کړې.

د ستانکزي په وينا، د افغانستان ملي لوبډله په ټاکل شوو ٢٠ اورونو کې د اوو لوبغاړو په سوځېدو ٢٠٩ منډې جوړې کړې او د سريلانکا الف ډلې ته يې د ٢١٠ منډو هدف کېښود.

د افغانستان له لوري محمد نبي د پنځو شپږيزو په کولو سره ٥١، اصغر ستانکزي ٥٠ او شهزاد محمدي ٤٨ منډې جوړې کړې. دغه راز شفيق الله شفق ٢٦ او ګلبدين نايب ٢٤ منډې وکړې.

 د ملي لوبډلې مدير وايي، چې د سريلانکا الف لوبډلې ونه شو کړاى چې دغه هدف ترلاسه کړي او ټوله لوبډله يې په نولسم اوور کې په ١٥٨ منډو وسوځېده او دغه راز افغانستان دا لوبه د ٥١ منډو په توپير سره وګټله.

د افغانستان له لوري په دې لوبه کې دولت ځدران، محمد نبي، نسيم بړېڅ  او سمېع الله شينواري دوه، دوه او شاه پور ځدراڼ يو لوبغاړى وسوځاوه.

د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې کپتان نوروز خان منګل تر لوبې وروسته له پژواک اژانس سره په يوه ټيلېفوني اړيکه کې وويل، چې په دې بريا سره د لوبغاړو مورال لوړ شوى دى.

هغه زياته کړه، چې دا بريا به په راتلونکو رسمي سياليو کې د افغانستان پر لوبو او نورو برياوو ښه اغېزه وکړي.

د کرکټ د شل اووريز نړيوال جام په سياليو کې دوولس لوبډلې برخه اخلي چې په څلورو ګروپونو وېشل شوې دي.

په الف ګروپ کې افغانستان، انګلستان او هندوستان، په (ب) ګروپ کې اسټراليا، ويسټ انډيز او ايرلينډ په (سي) ګروپ کې سريلانکا، سوېلي افريقا او زمبابوى او په (دال) ګروپ کې پاکستان، نيوزيلينډ او د بنګله دېش لوبډلې شاملې دي.

افغانستان به خپله لومړۍ لوبه له هندوستان سره د وږي په ٢٩مه  او دويمه لوبه د وږي په ٣١مه له انګلستان سره ترسره کوي.

د يادونې ده، دا دويم ځل دى، چې افغانستان په شل اووريز نړيوال جام کې ګډون کوي، له دې مخکې په ٢٠١٠ زېږديز کال کې افغانستان په ويسټ انډيز کې ترسره شوي جام کې برخه اخيستې وه.

Views: 281

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version