ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ويسټ انډيز له افغانستان څخه د کرکټ لوبه وګټله

17 Sep 2012 - 17:48
17 Sep 2012 - 17:48

د نړۍ د دوولسو پياوړو لوبډلو په ګډون د کرکټ شل اووريز نړيوال جام، ټاکل شوې ، چې د وږي په ٢٨مه په سريلانکا کې پيل شي.

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې نن د (وږي په ٢٧مه) ويست انډيز سره لوبه وکړه ، چې د ويسټ انډيز په بريا پاى ته ورسېده.

د کرکټ بورډ وياند نصرت الله وفا پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د دې شل اووريزې لوبې پچه افغانستان وګټله او لومړى يې پخپله لوبه وکړه.

د نوموړي په وينا،د افغانستان ملي لوبډلې په ټاکل شويو ٢٠ اورونو کې د اوو لوبغاړو په سوځېدو ١٢٢ منډې جوړې کړې او ويسټ انډيز ته يې د ١٢٣ منډو هدف  وټاکه .

هغه زياته کړه، چې د افغانستان له لوري اصغر ستانکزي يو ځل بيا په زړه پورې لوبه وکړه او ٥٣ منډې يې جوړې کړې، دغه راز نوروز منګل ١٥، نبي عيسى خېل ١١ او ګلبدين نايب ١٠ منډې جوړې کړې.

د کرکټ بورډ وياندوايي ، چې د ويسټ انډيز لوبډلې دغه هدف په شپاړلسم اوور کې ددوو لوبغاړو په سوځېدو ترلاسه او لوبه يې وګټله. د  ويسټ انډيز پياوړي لوبغاړي کرېس ګيل  د څلورو شپږيزو په مټ ٦٥ منډې جوړې کړې.  

د ويسټ انډيز دواړه لوبغاړي د محمد نبي لخوا وسوځول شول.

د يادونې  ده ، چې وړمه ورځ افغانستان په يوه تمريني لوبه کې د سريلانکا الف لوبډلې ته ماتې  ورکړې وه.

د کرکټ د شل اووريز نړيوال جام په سياليو کې دوولس لوبډلې برخه اخلي ، چې په څلورو ګروپونو وېشل شوې دي.

په الف ګروپ کې افغانستان، انګلستان او هندوستان، په (ب) ګروپ کې اسټراليا، ويسټ انډيز او ايرلينډ په (سي) ګروپ کې سريلانکا، سوېلي افريقا او زمبابوى او په (دال) ګروپ کې پاکستان، نيوزيلينډ او د بنګله دېش لوبډلې شاملې دي.

افغانستان به خپله لومړۍ لوبه له هندوستان سره د وږي په ٢٩مه  او دويمه لوبه د وږي په ٣١مه له انګلستان سره ترسره کوي.

د يادونې ده، دا دويم ځل دى، چې افغانستان په شل اووريز نړيوال جام کې ګډون کوي، له دې مخکې په ٢٠١٠ زېږديز کال کې افغانستان په ويسټ انډيز کې ترسره شوي جام کې برخه اخيستې وه.

Views: 2

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version