کابل (پژواک ٢٥ وږى ٩١): بسم الله محمدي د ملي دفاع د وزير، مجتبى پتنګ د کورنيو چارو د وزير او اسدالله خالد د ملي امنيت د رييس په توګه له ولسي جرګې د باور رايه واخيسته، خو د سرحدونو وزارت کانديد دين محمد د باور رايه ترلاسه نه شوه کړاى.
ولسمشر حامد کرزي د وږي په ١٢مه د يوه ځانګړي فرمان له مخې، بسم الله محمدي د ملي دفاع وزارت، مجتبي پتنګ د کورنيو چارو وزارت، حاجي دين محمد د سرحدونو، قومونو او قبايلو وزارت او اسدالله خالد د ملي امنيت لوى رياست ته نومولي وو.
دغو کسانو نن ولسي جرګې ته خپل پلانونه وړاندې کړل او وروسته په جرګه کې ورته د رايو صندوقونو کېښودل شول.
په ولسي جرګه کې د يادو کسانو څرګندونې دلته ولولئ
د جرګې په نننۍ غونډه کې له حاضرو ٢٤١ وکيلانو څخه ١٢٤ تنو بسم الله محمدي ته موافقه رايه ورکړه.
د محمدي ٩٨ رايې مخالفې، ٨ باطلې او ١١ سپينې وې.
دغه راز لوى پاسوال مجتبى پتنګ ١٢٩ موافقې، ٩٢ مخالفې، ٩ باطلې او ١١ سپينې رايې لرلې.
اسدالله خالد ١٤٣ موافقې، ٧٨ مخالفې، ٩ باطلې او ١١ سپينې رايې لرلې.
خو عزيزالله دين محمد ونه شو کړاى چې د سرحدونو، قومونو او قبايلو وزارت د څوکۍ د ترلاسه کولو لپاره اړينې (١٢١) رايې ترلاسه کړي.
حاجي دين محمد ١١٧ موافقې، ١٠٨ مخالفې، ٨ باطلې او ٨ سپينې رايې درلودې.
تېره مياشت ولسي جرګې د ملي دفاع له وزير جنرال عبدالرحيم وردګ او د کورنيو چارو له وزير بسم الله محمدي څخه د باور رايه واخيسته.
دغه راز ولسمشر حامد کرزي څه موده مخکې د ملي امنيت لوى رييس رحمت الله نبيل له دندې ګوښه کړ.
ولسمشر د ملي امنيت رياست ته اسدالله خالد، چې د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو د وزير په توګه يې دنده ترسره کوله، ونوماوه.
د ولسي جرګې رييس عبدالرووف ابراهيمي نن د غونډې په پاى کې وويل، له دې امله چې دين محمد د باور رايه ترلاسه نه کړه، په کار ده چې حکومت د دغه وزارت ترڅنګ د هغو ادارو لپاره هم کانديدان جرګې ته معرفي کړي، چې د سرپرستانو له خوا اداره کېږي.
د سترې محکمې رييس او د عالي شورا يو شمېر غړو، د افغاني سرې مياشتې رييس او لوى څارنوال له ولسي جرګې د باور رايه نه ده ترلاسه کړې.
د افغانستان د اساسي قانون له مخې، د ولسي جرګې په تاييد د وزيرانو، لوى څارنوال ، د مرکزي بانک، د ملي امنيت او سري مياشتې د رييسانو ټاكل او د هغوى عزلول او د استعفى منل او دغه راز د ولسي جرګې په تاييد د سترې محكمې د رييس او غړو ټاكل د ولسمشر له واکو نو څخه دي.
Views: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن