ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

حامدکرزى: ولس دې د استاد رباني د سولې لاره تعقيب کړي

19 Sep 2012 - 16:29
19 Sep 2012 - 16:29

کابل (پژواک ٢٩ وږى ٩١): ولسمشر حامدکرزى وايي،استاد برهان الدين رباني د سولې لپاره ځان قربان کړ او اوس ولس ته په کار ده، چې د دايمي سولې او امنيت لپاره هېواد د سولې موخې ته ورسوي.

ولسمشر حامد کرزي نن د سولې د عالي شورا د مشر استاد برهاالدين رباني د وژل کېدو د لومړي تلين په اړه جوړې شوې غونډې ته په وينا کې د استاد رباني پر ژوند او د هغه د سولې پر هڅو خبرې وکړې. پخوانى ولسمشر او د جمعيت اسلامي ګوند مشر برهان الدين ربانې پوره يو کال مخکې د کابل ښار په وزيراکبرخان سيمه کې په خپل کور کې په ځانمرګي بريد کې ووژل شو. دغه ځانمرګي بريدکوونکي ځان د سولې د خبرو لپاره د وسلوالو طالبانو استازى معرفى کړى و، خو طالبانو پر رباني د بريد مسووليت نه دى منلى.

کرزي وويل، چې استاد رباني په ډېرې رېښتينولۍ سره د افغانستان د سولې لپاره هڅې وکړې او په کار ده چې د هغه لاره تعقيب شي. ده وويل، چې رباني د پوهې ترڅنګ د ډېر زغم لرونکى، متواضع، د پراخ فکر خاوند او د افغانستان، سيمې او نړۍ پر روان وضعيت ښه پوه و.

د هغه په خبره، استاد رباني د سولې د پيغام د رسولو او د سولې د هڅو لپاره سرښندنه وکړه. کرزي زياته کړه: “استاد له خپل هدف څخه مقصد ته رسېدلى دى، د سولې لپاره يې ځان قربان کړ او اوس موږ د افغانستان خلک بايد هېواد د سولې موخې ته ورسوو، چې زموږ هېواد په دايمي سوله او امنيت کې ژوند وکړي.” د ولسمشر دويم مرستيال محمد کريم خليلي هم په خپلو خبرو کې استاد رباني د جهاد او مقاومت نوموتى مشر ياد کړ او ويې ويل، چې د سولې لپاره يې هڅه دا وه چې د سولې هڅې د ملي بنسټونو له لارې مخته يوړل شي، ترڅو ترې ناوړه ګټه پورته نه شي. ده وويل، چې د سولې لپاره د عدالت شتون اړين دى او ترڅو چې په افغانستان کې عدالت رامنځته نه شي، سوله نه شي راتلاى. خليلي د دولت پر وسلوالو مخالفينو غږ وکړ، ترڅو د سولې له پروسې سره يوځاى شي او د ده په خبره ځان د پرديو له غلامۍ خلاص کړي.

خو د ولسمشر مرستيال ټينګار وکړ، چې له داسې سولې ملاتړ کوي، چې د تېرو لسو کلونو لاسته راوړنې په کې خوندي پاتې شي.

د ده په خبره، سوله يواځېنۍ لاره ده چې کولى شي په افغانستان کې روانې ناخوالې پاى ته ورسوي، خو د دولت د سولې هڅې لا هم بې پايلې دي؛ ځکه چې اوس هم هره ورځ، چاودنې او ځانمرګي بريدونه کېږي.

خو ده د پخواني جهادي مشر او د دعوت ګوند مشر عبدالرب رسول سياف د تېرې اوونۍ څرګندونو ته په اشارې سره وويل، چې سوله مخالفينو ته په عذر او زاريو کولو نه شي راتلاى، په کار ده چې په پياوړي دريځ سره د سولې هڅې وشي.

خليلي په افغانستان کې روانو حالاتو ته په اشارې سره وويل، دغه هېواد به تر ٢٠١٤ کال پورې له سترو ننګونو سره مخ وي.

ده په دې اړه نور څه ونه ويل، خو ټاکل شوې چې تر ٢٠١٤ کال پورې ټولې امنيتي او نورې چارې له بهرنيانو افغان لوري ته وسپارل شي.

د ده په وينا، د افغانستان خلک هغه مهال کولى شي شته ننګونې له منځه يوسي، چې خپل سياسي، سمتي او قومي توپيرونه له پامه وغورځوي او په يووالي سره يو د بل پر وړاندې زغم پيدا کړي.

جهادي مشر عبدالرب رسول سياف نن يو ځل بيا په خپلو هغو څرګندونو ټينګار وکړ، چې تېره اوونۍ يې د احمد شاه مسعود د تلين په اړه په جوړو شوو مراسمو کې کړې وې. سياف په يادو مراسمو کې ويلي وو، چې ځانمرګي بريدونه د شريعت له مخې ناروا دي.

سياف نن وويل: ((ځانمرګي بريدونه؛ مسلمان وژنه نه، بلکې اسلام وژنه ده.)) استاد سياف زياته کړه: “دا چې څوک وايي، موږ دلته د بهرنيانو پر وړاندې جګړه کوو، دا خبره دې بايد ټول واوري، دوى يې دې هم واوري! دروغ وايي، دروغ وايي! خداى دې دا دروغ ويونکي په خپل غضب اخته کړي.” ده وويل، چې د مجاهدينو له مشهور قوماندان احمدشاه مسعود او د وحدت اسلامي ګوند له مشر عبدالعلي مزاري سره خو بهرنيان نه وو، چې طالبانو ووژل.

سياف وايي، چې له شرعي پلوه د نړۍ اسلامي امت دنده لري، چې د مسلمانانو د دوو ډلو ترمنځ د شخړې پر مهال د هغوى ترمنځ سوله وکړي. د ده په خبره، که له دې دوو ډلو هره خوا سوله ونه مني، بايد ټوله اسلامي نړۍ هغه وځپي ترڅو سولې ته غاړه کېږي.

په همدې غونډه کې زرګونه تنو په کې برخه اخيستې وه، د اطلاعاتو او کلتور وزارت مرستيال دين محمد مبارز راشدي وويل، چې د استاد رباني د سولې هڅو ته د درناوي په خاطر د وزيرانو شورا پرېکړه کړې، چې په کابل کې د ښوونې او روزنې پوهنتون او له دغه پوهنتون څخه تر قرغې پورې غځېدلى سړک د استاد برهان الدين رباني په نوم نومول شوى دى.

Views: 4

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version