ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کرزى: پر خالد بريد پاکستان کې پلان شوى

8 Dec 2012 - 16:44
8 Dec 2012 - 16:44

کابل (پژواک ١٨ لېندۍ ٩١): ولسمشر حامد کرزى وايي، د افغانستان د ملي امنيت پر مشر شوى بريد په پاکستان کې پلان شوى و او په دې اړه به له پاکستاني چارواکيو معلومات وغواړي.

ولسمشر کرزي نن په کابل کې په يوه خبري ناسته کې وويل چې پر اسدالله خالد بريد د خورا پرمختللې انجينرۍ او لوړ فکر او توطيې پايله  ده.

د ملي امنيت مشر اسدالله خالد وړمه ورځ په کابل کې په خپل مېلمستون کې د يوه تن له خوا چې ځان يې د وسلوالو طالبانو د سولې پيغام راوړونکى معرفي کړى و، په ځانمرګې بريد کې ټپي شو.

ولسمشر کرزي  دخالد روغتيايي  حالت د ډاډ وړ وباله او ويې ويل چې “اوس يې صحت ډېر ښه دى … حواس يې سم دى ، خبرې کولى او لاسونه ښورولى شي. “

اسدالله خالد دا مهال په بګرام کې تر درمنلې لاندې دى .

ده پر خالد د بريد په اړه وويل :”ناممکنه خبره ده چې داسې يو کار دې زموږ  د وطني، بې تعليمه او بې وسيلې طالب کار واوسي.”

دا په داسې حال کې ده چې  پر خالد د بريد مسووليت  طالبانو منلى. 

د کرزي په خبره دا بريدد پېچلو او مسلکي استخباراتي ادارو کار دی، خو په اړه يې بايد پلټنې وشي چې د ګاونډيو استخباراتو که د نورو هېوادونو د استخباراتو کار دى.

کرزي پر اسدالله خالد بريد هغه بريد ته ورته وباله چې په وينا يې تېر کال د سولې عالي شورا پر پخواني مشر استاد برهان الدين  رباني له پاکستان څخه پلان شوى وو، خو  ويې ويل چې د بريد په اړه د افغانستان حکومت پلټنې کوي، چې څرګنده کړي په دې بريد کې څوک لاس لري.

برهان الدين رباني  تېر کال د وږي په مياشت کې د يو تن لخوا چې ځان يې د وسلوالو طالبانو د سولې پيغام راوړونکى معرفي کړى و، په خپل کور کې په ځانمرګي بريد کې ووژل شو.

کرزى وويل چې حکومت  پر اسدالله خالد او د هېواد پر نورو مشرانو  د بريدونو د عاملينو په لټه کې دى، خو وايي چې “د ليدلي درد او ازار له امله ” د افغانستان د رسنيو ګوته د ګاونډي هېواد “پاکستان” پر لور ده.    

خوکرزي وويل چې ده او د افغانستان دولت ته به مناسبه نه وي چې له ځنډ پرته، د ګاونډي هېواد لورته ګوته ونيسي او دا کار يې د افغانستان په خير هم ونه باله.

کرزي زياته کړه:” موږ بايد په ډېرې ژورتيا او پاملرنې عمل وکړو او په واقعي او حقيقي توګه حقيقت ومومو.”   

 ده وويل چې که څه هم افغانان د تېر په څېر پر ګاونډي هېواد پاکستان شک کوي، خو وايي چې افغان دولت ته پکار ده چې په اړه يې کره څېړنې وکړي.

حامد کرزي وويل چې په ترکيه کې د يوې ناستې په ترڅ کې به له پاکستانی چارواکيو سره تر هر څه وړاندې پر اسدالله خالد او نورو افغان چارواکيو د بريدونو په اړه څرګندې خبرې وکړي.

کرزي هيله څرګنده کړه چې پاکستان د افغانانو د شک د رفع کېدو لپاره، پر اسدالله خالد د بريد په برخه کې له افغان دولت سره په جدي ډول همکاري وکړي او په   اړه يې سم معلومات ورکړي.

کرزي زياته کړه:” نن ورځ د افغانستان خلک شک لري، چې له يوې خوا د دوستۍ او همکارۍ غږ پورته کېږي او له بلې خو زموږ پر لوړپوړيو دولتي او حکومتي منسوبينو بريدونه ترتيب کېږي، موږ هيله من يو چې که د پاکستان ذيصلاح چارواکي له موږ سره د سولې ارزو لري، نو په پوره رېښتينولۍ او   ورورولۍ دې  په دې برخه کې زموږ همکار شي، ترڅو د افغانستان خلک د خپلوستونزو ځواب ترلاسه کړي او لږ ترلږه په دې پوه شي چې کومه لار تعقيب کړي  “

کرزى وايي هر کله چې په افغانستان کې د سولې په پروسه کې پرمختګ شوى او ځينې هيلې ورته ټوکېدلي دي، نو ددې پرمختګونو د مخنيوي لپاره سملاسي دا ډول بريدونه شوي دي.

ده د مثال په ډول د سولې د عالي شورا پر پخواني مشر استاد برهان الدين رباني او خپل ورور احمدولي کرزي بريدونه ياد کړل.

د کرزي په وينا، د ده د ورور احمدولي کرزي تر وژنې مخکې هم د سولې خبرې دومره پر مخ تللې وې، چې نږدې وو د سولې پروسه بريالۍ وبولي.

دغه راز هغه زياته کړه، چې د سولې د عالي شورا پر پخواني مشر استاد برهان الدين رباني هم په داسې حال کې بريد وشو، چې د سولې په خبرو کې ډېر پرمختګ شوى و.

خو کرزي يو ځل بيا وويل چې دا ډول بريدونه به له مخالفينو سره د سولې پروسه اغېزمنه نکړي او د افغانستان حکومت به د سولې هڅو ته دوام ورکړي.

 ولسمشر کرزي د بريد د څرنګوالى په اړه يواځې دومره وويل چې بريدګر د مېلمه په توګه غوښتل د ملي امنيت له مشر سره وګوري.

د کرزي په خبره ، اسدالله خالد د مېلمه  پالنې افغاني دود ته د درناوي لپاره ويلي وو چې راغلى کس  له  تلاشۍ پرته هغه ته ور پرېښودل شي، خو بريدګر په خپل ځان کې چاودېدونکي توکي ځاى پرځاى کړي وو.

کرزي وويل چې د مېلمه پالنې دود ته درناوي له امله لا هم د تلاشۍ په سيستم کې ځينې ننګونې شته، خو زياته يې کړه چې “دا په دې معنا نه ده چې د تلاشۍ په سيسټم کې دې اصلاحات رانشي.”

ولسمشر کرزي پر جنګېدونکو طالبانو يوځل بيا د سولې غږ وکړ، خو ويې ويل چې طالبان درې ډلې دي.

دى وايي، طالبان درې ډلې دي، يوه ډله يې د ګاونډيو هېوادونو د استخباراتو او دويمه ډله يې د لويو نړيوالو استخباراتي کړيو په لاس کې ده.

ده وويل چې دريمه ډله هغه طالبان دي چې ځورېدلي، دردېدلي او له مجبوريته يې وسلو ته لاس اچولی دی.

خو کرزي په دريمه ډله طالبانو غږ وکړ چې “د خپل ملت او قوم پر وړاندې کارول کېږي.”

ولسمشر کرزي په نننۍ ناسته د يوې پوښتنې په ځواب کې له پاکستان څخه په کلک وغوښتل چې په افغانستان کې د سولې د بهير د پرمختګ لپاره په پاکستان بندي لوړپوړي طالبان خوشې کړي.

ده همداراز وويل چې پاکستان دې ټول هغه کسان خوشې کړي چې په افغانستان کې سولې غوښتونکي دي.

ده زياته کړه:” پاکستان بايد د دغو طالب مشرانو په خوشې کولو دا ثابته کړي چې د سولې د واقعي او حقيقي بهير مينه وال دى.”

 

Views: 6

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version