ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د مشرانو جرګې ځينو غړو پر خالد بريد د اى اېس اى کار وباله

9 Dec 2012 - 15:22
9 Dec 2012 - 15:22

کابل (پژواک ١٩ لېندۍ ٩١): د مشرانو جرګې غړي، د افغانستان د ملي امنيت پر مشر شوى ځانمرګې بريد په کلکه غندي او وايي، چې په دغه بريد کې د پاکستان استخباراتي اداره لاس لري.

د ملي امنيت مشر اسدالله خالد د لړم په ١٦مه په کابل کې په خپل مېلمستون کې د يوه تن له خوا چې ځان يې د وسلوالو طالبانو د سولې پيغام راوړونکى معرفي کړى و، په ځانمرګي بريد کې ټپي شو.

خالد دا مهال په بګرام کې تر درملنې لاندې دى.

په مشرانو جرګه کې د بغلان استازي نظرمحمد فقيري نن د دې جرګې په عمومي غونډه کې د ياد بريد د غندنې تر څنګ وويل، خالد پياوړى شخص دى او څو ځلې يې د افغانستان او پاکستان ترمنځ پر پوله د “ترهګرو” پر وړاندې عمليات کړي دي.

دى وايي: ((پاکستان او ايران دواړو له اسدالله خالد څخه ډار درلود او هڅه يې کوله، چې خالد ته ستونزې جوړې کړي.))

په ياده جرګه کې د دايکندي استازي علي اکبر جمشيدي وويل، چې اسدالله خالد د افغانستان کورني او بهرني دښمنان ضعيف کړي وو، نو ځکه د پاکستان له لوري پرې بريد وشو.

جمشيدي د افغانستان د ملي امنيت اداره يوه پياوړې اداره وبلله او د ملي امنيت له شورا يې وغوښتل چې په يوه بېړنۍ ناسته کې پر خالد د ورته بريدونو د مخنيوي لارې چارې ولټوي.

په ياده جرګه کې د اهل هنودو او سکانو استازې انارکلي هنريار هم پر خالد شوى بريد په کلکه وغانده او ويې ويل، چې دغه ځانمرګى بريد په پاکستان کې طرحه شوى دى.

هغې د دغه بريد د څېړلو لپاره له ګومارل شوي پلاوي وغوښتل چې هرڅه ژر دې خپلې څېړنې بشپړې کړي او پايلې دې اعلان کړي.

د هنريار په وينا، پر خالد د شوي ځانمرګې بريد عاملين بايد په علني ډول محاکمه شي.

 په ياده جرګه کې د باميانو استازي هدايت الله رهايي هم وويل، چې دغه بريد په پاکستان کې پلان شوى خو زياتوي، چې دغه بريد د افغانستان د ملي امنيت د کمزورتيا له امله رامنځته شوى دى.

د هغه په وينا، ملي امنيت چې د خپلو چارواکو امنيت نه شي ساتلاى، نو د نورو امنيت به څنګه وساتي.

 

رهايي وايي: ((ملي امنيت د کابل ښار په بېلابېلو سيمو کې مېلمستونونه لري، چې شمېر يې بايد ډېر کم کړي، ترڅو په سمه توګه يې امنيت وساتلى شي.))

د مشرانو جرګې لومړي نايب محمدعلم ايزديار، چې نننۍ غونډه يې تر مشرۍ لاندې جوړه شوې وه وويل، چې پر اسدالله خالد د شوي بريد د پلټنې پلاوى بايد ژر په دې اړه هر اړخيزې څېړنې وکړي او ټول هغه کورني او بهرني کسان خلکو ته ور وپېژني چې په دغه بريد کې لاس لري.

هغه زياته کړه: ((په هېواد کې د ډېرو پېښو لپاره کمېسيونونه جوړ شوي، خو کومه خاصه پايله يې نه لرله، زه هيله لرم، چې دغه کمېسيون نتيجه ورکړي.))

د ايزديار په اند، که د سولې د عالي شورا پر پخواني مشر استاد برهان الدين رباني د شوي بريد پايلې معلومې شوې واى، نن به پر اسدالله خالد ورته بريد نه کېده.

برهان الدين رباني تېر کال د وږي په مياشت کې د يوه تن له خوا چې ځان يې د وسلوالو طالبانو د سولې پيغام راوړونکى معرفي کړى و، په خپل کور کې په ځانمرګي بريد کې ووژل شو.

افغان چارواکيو ويلي وو چې دغه بريد د پاکستان په کوېټې ښار کې پلان شوى دى.

ولسمشر حامد کرزي او ولسي جرګې هم تېره ورځ ويلي، چې پر اسدالله خالد شوى ځانمرګى بريد هم په پاکستان کې پلان شوى و.

حامد کرزي ويلي، چې افغان دولت به د دا ډول بريدونو په اړه له پاکستاني چارواکو سره خبرې وکړي.

خو د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت ويلي، چې پر اسدالله خالد بريد په پاکستان کې نه دى پلان شوى او که د افغانستان دولت په دې اړه شواهد لري نو له دوى سره يې دې شريک کړي.

Views: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version