ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کرزى: پر خالد بريد په پاکستان کې پلان شوى و

8 Dec 2012 - 13:35
8 Dec 2012 - 13:35

کابل (پژواک ١٨ لېندۍ ٩١): حامد کرزي پر اسدالله خالد بريد پر استاد رباني شوي بريد ته ورته وباله او ويې ويل، چې له کوېټې څخه د پلان شوو دا ډول بريدونو په اړه به له پاکستان سره خبرې وکړي.

د ملي امنيت رييس اسدالله خالد وړمه ورځ د کابل ښار د تايمني سيمې په اتم سړک کې د خپل مېلمستون دننه د يوه تن له خوا، چې ځان يې د طالبانو پيغام راوړونکى معرفي کړى و، په ځانمرګي بريد کې ټپي شو.

 د خپرو شوو راپورونو له مخې، بريد کوونکي چاودېدونکي توکي په نېکر کې له شرمځاى سره ځاى پر ځاى کړي وو.

برهان الدين رباني هم تېر کال د وږي په مياشت کې د يو تن له خوا چې ځان يې د وسلوالو طالبانو د سولې پيغام راوړونکى معرفي کړى و، په خپل کور کې په ځانمرګي بريد کې ووژل شو.

افغان چارواکو ويل، چې دغه بريد د پاکستان له کوېټې ښار څخه پلان شوى و.

ولسمشر کرزى نن په کابل کې خبريالانو ته وويل، بريدکوونکي ځکه تر خالده رسېدلى، چې د افغانستان حکومت ((پرانيستى حکومت)) دى، چارواکي يې له هر چا سره ګوري او ياد بريدکوونکى هم “مېلمه ته د احترام” له امله لکه څنګه چې ښايي داسې نه و تلاشي شوى.

خو دى وايي، دا په دې معنا نه ده چې د تلاشۍ سيسټم ته دې پاملرنه ونه شي.

ولسمشر وايي، ظاهراً دغه بريد د وسلوالو طالبانو په نوم اعلان شو، خو طالبانو نه دى کړى؛ ځکه چې د بريد پېچلتيا ته په پام سره دغه ډول بريد طالبان نه شي کولاى.

دى وايي، طالبان درې ډلې دي، يوه ډله يې د ګاونډيو هېوادونو د استخباراتو او دويمه ډله يې د لويو نړيوالو استخباراتي کړيو په لاس کې ده.

د ده په وينا، درېيمه ډله هغه “دردېدلي طالبان دي، چې ژوند يې برباد شوى” او دغه ډله طالبان داسې پېچلي بريدونه چې لوړو انجنيري تخنيکونو ته اړتيا ولري، نه شي ترسره کولاى.

هغه وويل، چې پر اسدالله خالد بريد هغه بريد ته ورته و، چې پر استاد رباني ترسره شو.

کرزى وايي: “موږ څو ورځې وروسته په ترکيه کې ناسته لرو، پاکستاني چارواکي او ولسمشر يې هم په کې برخه اخلي، موږ دغه مسايل په صراحت سره له ګاونډې هېواد او چارواکو سره يې شريکوو، چې د دغو بريدونو د مخنيوي لپاره يې، چې د پاکستان له کوېټې ښار څخه پلانيږي، څه اقدامات يې کړي دي.”

ده پر اسدالله خالد په شوي بريد کې د پاکستان د لاس لرلو په اړه وويل، چې په دې اړه به تر پلټنو وروسته حقايق څرګند شي.

دى وايي، هر کله چې د سولې په خبرو کې پرمختګ شوى، دا ډول بريدونه ترسره شوي دي.

د کرزي په وينا، د ده د ورور احمدولي کرزي تر وژنې مخکې هم د سولې خبرې دومره پر مخ تللې وې، چې نږدې وو د سولې پروسه بريالۍ وبولي.

دغه راز هغه زياته کړه، چې د سولې د عالي شورا پر پخواني مشر استاد برهان الدين رباني هم په داسې حال کې بريد وشو، چې د سولې په خبرو کې ډېر پرمختګ شوى و.

کرزي يو ځل بيا ټينګار وکړ، چې د سولې پروسې ته دوام ورکوي، ځکه په سوله کې د هېواد خير دى.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version