اسلام اباد (پژواک ۲۲ لېندۍ ۹۱): د پاکستان لومړي وزير راجا نادر پروېز د تورونو پورې کولو د لړۍ د ختمولو او پر اسدالله خالد په شوي ځانمرګي بريد کې د پاکستان د لاس لرلو په اړه د شواهدو وړاندې کولو غوښتنه وکړه.
د افغانستان د ملي امنيت پر رييس اسدالله خالد تېره اونۍ د سولې پيغام راوړونکي له خوا ځانمرګى بريد وشو، چې په ترڅ کې يې نوموړى سخت ټپي شو.
ولسمشر حامد کرزي څو ورځې مخکې په کابل کې د خبري غونډې پر مهال وويل، چې دغه بريد په پاکستان کې پلان شوى او بريدګر د پاکستان له کوېټې راغلى و.
خو د پاکستان لومړي وزير راجا نادر پروېز اشرف دغه ادعا په کلکه رد کړه او ويې ويل، چې د افغانستان حکومت دې په دې اړه شواهد او ثبوتونه وړاندې کړي.
هغه زياته کړه: ((نور بايد پر يوه بل د تورونو پورې کولو لړۍ ته د پاى ټکى کېږدو.))
راجا پروېز اشرف، چې د لېندۍ په ۲۲مه يې په اسلام اباد کې د وزيرانو شورا ته وينا کوله، په ډاګه کړه، چې دوى په ياد بريد کې هېڅ ډول لاس نه لري او له افغان حکومته غواړي، چې د بې اساسه تورونو له پورې کولو دې ډډه وکړي.
د نوموړي په وينا، د پاکستان دريځ دا دى چې ترهګري نه يواځې دغه سيمه بلکې ټوله نړۍ يې له ګواښ سره مخ کړې ده.
د پاکستان لومړي وزير ويلي، چې د تورونو پورې کولو پر ځاى بايد د ترهګرۍ د له منځه وړو لپاره لاسونه سره ورکړي.
ولسمشر کرزي په ياده خبري غونډه کې ويلي وو، چې د ترکيې په درې اړخيزه غونډه کې د پاکستان له ولسمشر اصف علي زرداري سره به په دې اړه خبرې وکړي.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن